ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد له اتمر او حکمت کرزي سره هم وکتل

خليلزاد له اتمر او حکمت کرزي سره هم وکتل

author avatar
19 Nov 2018 - 15:55
خليلزاد له اتمر او حکمت کرزي سره هم وکتل
author avatar
19 Nov 2018 - 15:55

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د ملي امنيت له پخواني سلاکار حنيف اتمر او د بهرنيو چارو وزارت له پخواني مرستيال حکمت کرزي سره هم پر سولې خبرې او مشورې وکړې.

د حنيف اتمر له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر پر بېلابېلو برخو هر اړخیز بحث وکړ.

سرچينې زياته کړې، اتمر د افغانستان په روان سیاسي، امنیتي او په ځانګړې توګه د سولې او مذاکراتو د بهیر او د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل نظر او وړاندیزونه شریک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې خلیلزاد وویل چې د سولې خبرې او مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ پر مخ وړل کېږي او د امریکا متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

خلیلزاد همدارنګه زياته کړه چې له هېڅ لوري سره یې له ټاکنو وړاندې د لنډمهالې ادارې پر رامنځته کېدو بحث نه دی کړی، ده پر خپل وخت د ولسواکو ټاکنو له ترسره کېدو ملاتړ وکړ.

بلخوا د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال حکمت خليل کرزي په ټويټر کې ليکلي چې د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره يي په افغانستان کي د جگړې پر ختمولو او د سولې پر راوستو نن هر اړخیز بحث درلود.

هغه زياته کړې: ((اړینه ده چې موږ ټول د یو سوله ییز او با ثباته افغانستان لپاره ژمن او وینو تویولو ته نور د پای ټکی کېږدو.))

نوموړي له دې مخکې له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، استاد سياف، صلاح الدين رباني، عطاء محمد نور، حکمتيار، محقق او دوستم سره هم ليدلي دي.

زلمي خليلزاد پرون په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله مندي وښوده چې له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مخکې به د سولې په اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.