د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سروې: په افغانستان کې د کوکنارو کر کې ۲۰ سلنه او تولید کې ۲۹ سلنه کموالى راغلى

سروې: په افغانستان کې د کوکنارو کر کې ۲۰ سلنه او تولید کې ۲۹ سلنه کموالى راغلى

Nov 19, 2018 - 19:47

کابل (پژواک، ٢۸ لړم ٩٧): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د تېر کال په پرتله په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ۲۰ سلنه ساحې او ۲۹ سلنه تولیداتو د کمېدو خبر ورکوي او له نړالې ټولنې یې  په دې برخه کې د زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې پوهاند سلامت عظیمي د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال جنرال خلیل احمد بختیار او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې د ادارې ( UNODC) رییس مارک کولهون سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، دغه شمېرې د افغان حکومت او ملګرونو ملتونو د نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې د ادارې د سروې په اساس لاس ته راغلې دي.

هغې وویل، په روان کال کې په ټول هېواد کې د تریاکو د کښت ساحه ۲۶۳ زره هکتاره ده، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه وه.

نوموړې وویل، د دواړو کلونو تر منځ توپیر ۶۵ زره هکتاره دی چې ۲۰ سلنه کموالی ښيي.

د عظیمي په خبره، هلمند، اروزګان، کندهار او ننګرهار هغه ولایتونو دي چې په ډېره اندازه تریاک په کې کرل کېدل، خو سږ کال نورستان ولایت د تریاکو له کښت څخه پاک شوی دی.

نوموړې زیاته کړه، تخار ولایت چې تېر کال د کوکنارو له کښت څخه پاک شوی و، سږ کال بېرته د هغه ولایتونو په لېست کې راغلی چې کوکنار په کې کرل کېږي.

هغې وویل، نشه يي توکي نه یواځې لوی ګواښ او په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر لامل دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.

د مېرمن عظیمي په خبره، له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

په سروې کې راغلي، د کوکنار کښت په شمالي زون کې ۵۶ سلنه، په لوېدیځ زون کې ۱۲ سلنه او په جنوبي زون کې ۸ سلنه کم شوی او د هېواد په شمال او لوېديځ کې یې د کمېدو عمده لامل وچکالي ده او معکوسې پایلې یې درلودې.

سرچینې لیکلي، د تریاکو ډېره اندازه «۶۹ سلنه» د هېواد په جنوبي سیمو کې او ورپسې «۱۲ سلنه» تریاک په لویدیځو سیمو کرل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هېواد په شمال او ختیځو سیمو کې په ترتیب ۸ او ۷ سلنه او په شمال ختيځو او مرکزي سیمو کې په ټولیز ډول څلور سلنه تریاک کرل شوي وو.

په سروې کې راغلي، سږ کال د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې تریاک کرل کېږي او لس ولایتونه یې له کښت څخه خالي دي.

د سرچینې معلومات ښيي چې سږ کال د تریاکو تولید او حاصلات ۶۴۰۰ متریک ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۹۰۰۰ متریک ټنه وه، دغه شمېرو ته په کتو سږ کال د تریاکو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيي.

په سروې کې راغلي، د تریاکو حاصلات د هغه د کښت د سیمې د کمېدو او په هر هکتار کې د تریاکو د کم حاصل له وجې را ټيټ شوي دي.

سرچینې لیکلي، په روان کال کې د تریاکو حاصلات په هر هکتار کې ۲۴،۴ کیلو ګرامه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه کموالی ښيي.

سرچینې لیکلي، تېر کال د حاصلاتو پر مهال په کرونده کې د یو کیلو ګرام وچو تریاکو بیه ۱۵۵ امريکايي دالر وه، خو سږ کال دغه بیه ۹۴ ډالرو ته را کمه شوې ده. سرچینې د تریاکو د بیې د کمېدو لامل نه دی په ډاګه کړی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خلیل احمد بختیار د غونډې پر مهال وویل، د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت  په تېرو لسو کلونو کې له ۳۰۰۰ ډېر عملیات ترسره کړي چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ده په خبره، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د پنځو سترو قاچاقبرانو په ګډون له ۳۵۰۰ ډېر قاچاقبر نیول شوي دي.

بختیار وویل، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د نشه يي توکو د قاچاقبرانو نیول ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، شاوخوا ۲۲ زره د «کا» ڼابلیټ او شاوخوا ۳۱۵ ټنه هېرویین، تریاک، مورفین، چرس او نور نشه يي توکي یې نیولي دي.

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو د لسګونه میله وسلې د نیول کېدو تر څنګ موبایلونه، د نشه يي توکو اته زېرمې او ۳۸ لابراتوارونه ویجاړ کړي دي.

ده وویل، د نشه يي توکو له درکه ترلاسه شوي ۳۴۶ زره ډالر چې له هېواد څخه بهر انتقالېدل، د محکمې له حکم څخه وروسته کنګل او د دولت خزانې ته زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو له جرمونو سره د مبارزې د ادارې ( UNODC) رییس مارک کولهن وویل، که څه هم د تریاکو د کښت او تولید د کمېدو په  برخه کې لاسته راوړنې موجودې دي او د تریاکو بیې هم کمې شوې، خو اوس هم په افغانستان کې د تریاکو د کښت سیمې په لوړه درجه کې ځای لري.

هغه زیاته کړه: ((دا د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره څرګند او د افغانستان او تریاکو د ترلاسه کوونکو هېوادونو لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.))

هغه وویل، د قانون د تنفیذ په برخه کې د ستونزو موجودیت، د دولت نه کنټرول، ناامنۍ او اداري فساد په افغانستان کې د تریاکو د کرلو ستر لاملونه دي.

نوموړي زیاته کړه، د نشه يي توکو له جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.         

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement