جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت ادارې له لوري د عملياتو په ترڅ کې د دوو ځانمرګو په ګډون ۱۱ داعش او يو طالب وسله وال نيول شوي دي.
دوی نيول شوي کسان د لړم په ٢٨مه نېټه د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې رسنيو ته هم وښودل خو له هغوی سره يې د خبرو کولو اجازه ورنه کړه.
چارواکي وايي، د دغو وسله والو په نيول کېدو سره يې نازيانو او خوږياڼو ولسواليو کې د لويو ترهګريزو پېښو مخه نيولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل چې د ملي امنيت منسوبينو په تېره يوه اوونۍ کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د دوو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ۱۱ داعش او يو طالب وسله وال نيولي دي.
دی وايي، ياد عمليات د دغه ولايت په نازيانو، اچين، خوږياڼو، پچيراګام، چپرهار او جلال اباد ښار کې په مختلفو وختونو کې ترسره شوي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې د مسيح الله په نوم د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی چې د داعش ډلې له لوري په خوږياڼو ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی، هم موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوی دی.
دی دغه راز وايي، د نورالله په نوم د لغمان يو اوسېدونکی هم په نازيانو ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد کولو ته چمتو شوی و، خو دوی د بريد له ترسره کولو مخکې ونيو.
د خوږياڼي په خبره، د يادو دوو بريدګرو په نيول کېدو سره نازيانو او خوږياڼو ولسواليو کې د لويو تروريستي پېښو مخه نيول شوې ده.
د ملي امنيت ادارې د نيول شوو کسانو يوه ويډيو هم رسنيو ته ورکړه چې هغوی په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
تر دې يوه ورځ وړاندې د ننګرهار د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو د سولې له پروسې سره چارواکو د ۱۵ داعش وسله والو د يو ځای کېدو خبره هم کړې وه.
خو داعش وسله والو تر اوسه د دغو دواړو موضوعاتو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن