ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ ويلي، ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي

ټرمپ ويلي، ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي

author avatar
19 Nov 2018 - 09:12
ټرمپ ويلي، ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي
author avatar
19 Nov 2018 - 09:12

واشنګټن (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي چې تېره شپه يې له امريکايي ټلوېزيون فاکس نيوز سره ځانګړې مرکه کوله، اعلان وکړ چې د افغانستان تر څنګ به عراق ته هم سفر وکړي او په دواړو هېوادونو کې به له مېشتو خپلو سرتېرو سره وګوري.

هغه زياته کړې چې په دې اړه يې پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به يې په اړه رسمي اعلان وشي.

ټرمپ په ډاګه کړې چې د ځينو امنيتي ملحوظاتو له امله اوسمهال په دې اړه نور جزئيات نه شي ورکولى.

د يادونې ده، په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د امريکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ تر اوسه افغانستان او عراق ته، چېرې چې د امريکا لسګونه زره سرتېري مېشت دي، سفرونه نه دي کړي.

له دې مخکې د امريکا پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما افغانستان او عراق ته سفرونه کړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.