اسعد اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې پاکستان يو ځل بيا سرکاڼو او دانګام ولسوالۍ ته ١٣٠ توغوندي را توغولي چې له امله يې يو کس وژل شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقيار د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون ١٢ بجو راهيسې پاکستان يو ځل بيا دانګام او سرکاڼو ولسواليو ته ١٣٠ توغوندي را توغولي دي.
هغه وايي چې د دغو توغنديزو بريدونو له امله د سرګاڼو ولسوالۍ په ښادي خېلو سيمه کې يو کس وژل شوى دى.
د قوماندان د معلوماتو له مخې، يادو توغنديو د لګېدو له امله د دې ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې کرنيزو ځمکو او ځنګلونو ته هم زيانونه اوښتي دي.
همدارنګه د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي ضياءالحق پژواک ته وويل چې تېره ورځ يو ځل بيا پاکستان دې ولسوالۍ ته توغندي توغولي دي.
هغه وايي: ((د همدې راکټونو د ډار له امله ډېرو خلکو خپل کورونه پرېیښي، مرکز اسعد اباد او يا هم جلال اباد ښار ته کډه شوي دي.))
نوموړى زياتوي چې حکومت بايد هر څه ژر د دغو توغنديزو بريدونو مخه ونيسي څو خلک ارام ژوند وکړي.
د يادونې ده، د افغان حکومت له بيا ځلي غوښتنو سره سره بيا هم له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان په وقفه يي ډول پر کونړ ولايت توغنديز بريدونه کوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن