پل علم- لښکرګاه- ښرنه (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧ ): امنيتي چارواکي وايي چې په لوګر، هلمند او پکتيکا ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو او د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٢٩ طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا وايي چې په هلمند کې د هوايي بريد له امله ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو په بره کي برک، خروار او خوښۍ ولسواليو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
احمدزي زياته کړه چې په جګړو کې امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د خوښۍ د کارېزونو سيمې اوسېدونکي نصيراحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ د طالبانو پر يو پټنځاى عمليات شوي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په شورکي سيمه کې امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په دغو بريدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سيمه کې پر يوه کور بمبار کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
همدارنګه هلمند کې ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وويل چې افغان ځواکونو هم د ګرشک په حاجي عزيز کمپ سيمه کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن