جلال اباد (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷): د ننګرهار خلک او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي وايي، چې د جلال اباد- تورخم لویه لار دې د جنرال رازق په نوم ونومول شي؛ ځکه چې هغه له خپل هېواده په رښتینې دفاع کې شهید شوی دی.
دوی دا څرګندونې د لړم په ۳۰مه په جلال اباد ښار کې د جنرال رازق په یاد جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د غونډې ګډونوالو دغه راز غوښتنه کوله چې د جنرال رازق د ياد تازه ساتلو په خاطر دې د جلال اباد - تورخم لويه لاره د هغه په نوم ونومول شي.
غونډه چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د استازي حاجي حضرت علي له لوري د هغه په کور کې جوړه شوې وه، د ټاکنو د پايلو د اعلان پر ځنډ هم شکونه څرګند شول.
د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي وويل، د ټاکنو د پایلو ځنډ دې ته زمينه برابروي چې درغلي کوونکي نوماندان خپلو ناپاکو رايو ته د پيسو په بدل کې د پاکو رايو نوم ورکړي او ښه بېلګه يې هم د بې بايومټريکه رايو شمېرل دي.
نوموړي دغه راز داعش او طالب يوه لوبه ياده کړه چې په خبره يې د افغان وژنې لپاره جوړه شوې برنامه ده او د جګړې پر مهال دواړو خواوو ته وژل کېدونکي افغانان دي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال د جنرال رازق په اړه وويل چې هغه د وطن د دفاع او سرحد ساتلو لپاره قرباني ورکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ننګرهار ولايتي اداره دې د جلال اباد- تورخم لويه لاره د هغه په نوم ونوموي.
حاجي حضرت علي وويل، د ننګرهار او د ټولو ختيځو ولايتونو د ستونزو د حل په موخه په نږدې راتلونکي کې د زون په کچه لويه غونډه جوړوي چې پر ولايتي چارواکو سربېره به په کې د ختيځو ولايتونو خلک او د خلکو استازي برخه واخلي.
د غونډې نورو ګډونوالو هم د ستونزو د حل لپاره د يوې لوې غونډې د جوړېدو او خپل غږ پورته کولو اړتيا ته اشاره وکړه او دغه راز يې د جلال اباد - تورخم لويه لاره د جنرال رازق په نوم کول د ټولو امنيتي سرتېرو د مېړانې د لوړتيا لپاره غوره کار ياد کړ.
د مولوي حبيب الله جلال ابادي په نوم د غونډې يوه ويناوال وویل چې د ورور وژنې د پای لپاره تر ټولو غوره لار سوله ده چې هم ورسره امن او هم پرمختګ راتلای شي.
تر دې وړاندې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ځیني واټونه د جنرال رازق په نوم نومول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن