ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې نهه طالبان وژل شوي

غزني کې نهه طالبان وژل شوي

author avatar
20 Nov 2018 - 15:35
غزني کې نهه طالبان وژل شوي
author avatar
20 Nov 2018 - 15:35

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۷): د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې په غزني ولایت کې نهه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د یادې قول اردو له خوا د لړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله د غزني د مرکز اړوند د ارزو او اسفنده په سیمو کې اوښتې ده.

سرچینه وايي چې په ارزو سیمه کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغه راز په اسفندې سیمه کې د نښتې پر مهال پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې دوه میله کلاشينکوفونه، یو صوب پرتله او دوه د راکټ انداز مرمۍ هم د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بلخوا خبرپاڼه کاږي چې ځواکونو یې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د شېراغي کنډو په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې وسلې او مهمات نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یو میل دهشکه له ۲۰۰ مرمیو، درې شریدونو، درې راکټ انداز له ۱۰ مرمیو، څلور د ۷۵ ملي متري توپ مرمۍ، ۱۶۰ د پیکا مرمۍ، ۵۰ متره ثانیه سوز فلیته، یو بوشکه یي ماین او ۷۰ کیلوګرامه چاودېدونکې توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.