ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: موږ د خپل پیغمبر له سیرته لازم او اساسي درسونه نه دي اخیستي

ولسمشر غني: موږ د خپل پیغمبر له سیرته لازم او اساسي درسونه نه دي اخیستي

author avatar
20 Nov 2018 - 15:11
ولسمشر غني: موږ د خپل پیغمبر له سیرته لازم او اساسي درسونه نه دي اخیستي
author avatar
20 Nov 2018 - 15:11

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۷): ولسمشر غني په هېواد کې د جګړې د دوام علت له نبوي سیرته د درس نه اخیستل په ګوته کوي او وايي چې د روزنې بڼه باید تر بیا کتنې لاندې ونیول شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت محمد (ص) د میلاد ورځې په مناسبت مراسمو کې چې نن په ارګ جوړ شوي وو، وویل چې حضرت محمد (ص) په داسې مهال پر پیغمبرۍ مبعوث شو چې جګړې، جهل، نفاق او بې رحمیو د خلکو ژوند ور تریخ کړی و او خلک د ظالمانو له لاسه تباه او برباد وو.

هغه وویل: ((د حضرت محمد ص په زمانه کې د نفاق او شقاق اور بل و، وینه تویونه او بې رحمۍ شرم نه، بلکې ویاړ بلل کېده او د جهالت توره تیاره هر ځای خوره وه او الله ج په هماغه تورو ورځو کې خپل پیغمبر را ولېږه چې د مینې او رحمت شمعې یې بلې کړې او د خلکو ترمنځ یې د ورورولۍ پیغام راووړ.))

هغه زیاته کړه چې د حضرت محمد (ص) د تعالیم په برکت نه یوازې د اوس او خزرج قبیلې، بلکې د شمال او جنوب عرب، د لوېدیځ او ختیځ خلک او په وروستیو پړاوونو کې عرب او عجم، تور او سپین، شتمن او غریب تر یو چتر لاندې راغلل، د مینې او همرازۍ، یووالي، ورورولۍ او صمیمیت چتر رامنځته شو.  

ولسمشر زیاته کړه: ((زموږ ستر پیغمبر اړ شو څو په سختو او له کړاوه ډکو ورځو کې وسله واخلي او د یرغلګرو او سرکشو ځواکونو پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا وجنګېږي، خو موږ ټول پوهېږو چې جګړه هېڅکله هم د هغه وروستی هدف نه و او د خصومت او دښمنۍ له دوام سره یې هېڅ لېوالتیا نه وه.))

هغه څرګنده کړه چې حضرت محمد ص په هر وخت کې که هغه د حدیبې سوله وه او یا د مکې فتحه او که د عام الوفود په نامه کال، په دې هڅه کې و چې د وینې تویېدو مخه ونیسي او ان د لویو دښمنانو په مقابل کې به یې له زغم او ګذشته کار اخیست.

ولسمشر غني وویل چې پیغمبر ص پوهېده چې د هغه ستر رسالت چې په ټولنه کې د سولې او امنیت راوستل، د خلکو په منځ کې د اخلاقي فضایلو تحقق او په ژوند کې د علم او مدنیت غوړول و، د جګړې او وینې تویېدو له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د ټولو لپاره د یوه ارام او سالم ژوند په رامنځته کولو او د دښمنیو او خصومتونو پر له منځه وړو ترلاسه کېدای شي.

د هغه په خبره، دغه هغه درس و چې مسلمانانو له خپل پیغمبر ص نه زده کړ او د هغه سیرت ته په کتو یې هڅه وکړه چې د اسلام مبارک دین د علم او مدنیت دین وي او د اسلام پیغام د سولې او سلامت پیغام دی.

هغه وویل: ((موږ په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت ډېر دې ته اړتیا لرو چې د خپل محبوب پیغمبر سیرته ته مراجعه وکړو او د ښه او سم ژوند لپاره د هغه مبارک له سیرته زده کړو او له هغه استفاده وکړو.))

هغه زیاته کړه چې دا زموږ ټولو دنده ده څو راتلونکو نسلونو ته له جګړې او نفرته پاک ژوند برابر کړو او اړتیا ده څو په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

ولسمشر وویل: ((که نن مو په هېواد کې جګړې او دښمنۍ دوام لري، تاوتریخوالی او نا امنۍ زموږ له خلکو قرباني اخلي او که ښځې او ماشومان له وېرې او اندېښنو سره مخ دي او که زموږ د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ پر وړاندې خنډونه پراته دي دا ټول له دې امله دي چې موږ د پیغمبر ص له سیرته لازم او اساسي درسونه نه دي اخیستي او خپله ژمنه مو د هغه له تعالیم سره سم نه ده پر ځای کړې.))

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: ((موږ باید د خپلې روزنې بڼه تر بیا کتنې لاندې ونیسو، هغه روزنه چې ویې نه شو کولای د ټولنې د فلاح لامل شي او ونه شي کولای خلکو ته نېکمرغي راولي او ونه شي کولای دښمنۍ او نفاق له منځه یوسي او ونه شي کولای د هیلو دروازې، د تحرک دروازې، د فعالیت او بریا دروازې د ټولنې پر مخې خلاصې کړي، ناکامه روزنه ده، دغه ډول روزنه له نبوي سیرت او د هغه له ستر میراث سره سر نه خوري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.