کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۷) : ولسمشر اشرف غنی د کابل د میلاد النبي په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، چې د چهارشنبې په ورځ به په ټول هیواد او د سیاسي نمایندګګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
نن په ټول هیواد کې د میلاد النبي ص ورځ لمانځل کیده، تر ماښام وروسته د کابل په اورانوس هوټل کې د جامعه الاحناف ډلې لخوا د میلاد النبي مراسم نیول شوي وو، چې پکې ځآنمرګی برید وشو.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او تر ۸۳ ډیر ټپیان دی.
ولسمشر اشرف غني د دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سخت غندلو پرمهال ویلي، د میلادالنبي او د اسلام ستر پیغمبر د لارښوونو د نمانځنې پر مراسمو چې د سولې او رحمت پیغام یې درلود، تروریستي برید د اسلامي ارزښتونو او د نبي کریم (ص) له لارې او طریقې سره دښمني په ډاګه کوي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دیني علماو پر غونډې برید د اسلام او بشریت ضد عمل وباله وې ویل، د اسلام ستر پیغمبر مسلمانان تل ورورګلوۍ ته رابلل او له وینې تویولو او عداوت څخه یې منع کول، خو ترهګرو د دې ډول اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د آنحضرت (ص) د دستوراتو خلاف عمل وکړ او د بې ګناه انسانانو وینې یې وبهولې.
اجراییه رییس ډاکټر عبدالله او نورو چارواکو او سیاسیونو هم دا برید غندلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن