ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش ۵۱ وسله وال وژل شوي

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش ۵۱ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Nov 2018 - 20:11
چارواکي: په ننګرهار کې د داعش ۵۱ وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Nov 2018 - 20:11

جلال اباد (پژواک، ٢٩ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د داعش ۵۱ وسله وال وژل شوي او ګڼ مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د پيل شوو عملياتو پر مهال د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي او د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د داعش وسله والو د له منځه وړو په موخه عملیات روان دي چې تر دې مهاله په کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.

دی دغه راز زياتوي چې په دغو عملیاتو کې د هغوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه، وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ځینې سيمې چې هغوی فعاليت په کې درلود، پاکې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په ياده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري او پر مهال یې ملکي وګړو او امنيتي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، د دغه ولایت په نازيانو ولسوالۍ کې يې هم داعش وسله وال سخت ځپلي دي.

د يادې قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په يوې راغلې اعلاميه کې ويل شوي چې په ډې ولسوالۍ کې له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې داعش ضد عمليات پيل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو پر ځواکونو سربېره ملي او سرحدي پوليس، ملي امنيت او سيمه ييز پاڅونوال هم ګډون لري.

داعش وسله والو لا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.