ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې اعتراض کوونکو د ټاکنو دفتر دروازه وتړله

خوست کې اعتراض کوونکو د ټاکنو دفتر دروازه وتړله

author avatar
21 Nov 2018 - 14:28
خوست کې اعتراض کوونکو د ټاکنو دفتر دروازه وتړله
author avatar
21 Nov 2018 - 14:28

خوست ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷): په خوست ولايت کې يو شمېر اعتراض کوونکو د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه وتړله.

اعتراض کوونکو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده نن د (لړم ۳۰مه) د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازه  ددې ولايت د۹۱ مرکزونو د رايو د بیا تفتیش په غبرګون کې وتړله.

دوه ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړه وکړه، چې په خوست کې به د ۹۱ مرکزونو رايې د وټرلېست مطابق بيا څېړل کېږي.

خو اعتراض کوونکي بيا د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون تور پورې کوي، چې ګنې د ولسي جرګې د ځينو مشخصو نوماندانو په خوښه يې دا کار ترسره کړی.

د شکيل په نوم يوتن اعتراض کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، څو چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دا پرېکړه بېرته وانه خلي، ترهغه به د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه تړلې وي.

هغه وايي: ((که په وټرلېست او يا بل څه کې مشکل وي هغه د دوی خپل کار دی، ځکه مامورين دوی مقرر کړي وو، د شکايتونو څېړلو پروسه هم پای ته رسيدلې، اوس د دوی د نوي طرزالعمل له مخې چې که په يو صندوق کې ۱۰ سلنه رايه له فهرست سره سمون نه خوري، نو د ټول صندوق رايې به باطلې اعلانېږي.))

د حضرت زمان په نوم يو بل اعتراض کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې ټاکنيز کمېسيونونه په خپلو چارو کې خپلواک نه دي او هره پرېکړه د يوې معاملې په اساس ترسره کوي.

هغه زياته کړه، که ټاکنيز کمېسيونه په ځانګړي ډول د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په خپلو پرېکړو له سره غور ونه کړي، نو دوی به په لويو لاريونونو لاس پورې کړي.

دی وايي:((د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د يو شمېر فرمايشي مرکزونو رايې د وټرلېست مطابق بيا شمېري، په داسې حال کې د وټرلېست ستونزه د دوی د مامور ده او زيان يې نوماندان او ولس ويني.))

په همدې حال کې د خوست د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي دفتر مسوول عبدالله انصاري بيا پژواک اژانس ته وويل په دې ولايت کې د ۹۱ مرکزونو رايې چې د درغلۍ تور پرې لګول شوی، له سره څېړل کيږي.

نوموړي زياته کړه، که په يو صندوق کې ۵۰ سلنه او يا له هغه ډېرې رايې د وټرلېست مطابق نه وي، د صندوق ټولې رايې باطلې اعلانېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.