کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٧) : دامريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې ټول افغانان بايد د دوامداره سولې او ثبات لپاره په ګډه غږ پورته کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون په واشنګټن کې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد افغانستان او سيمې ته تر دويم سفر وروسته بېرته واشنګټن ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې افغانانو ته بايد د يوه اوږود مهاله سولې او ثبات حق ورکړل شي.
نوموړي وويل، همدغه پيغام خليلزاد افغانستان، قطراو متحده عربي اماراتو ته د سفر مهال د دغو هېوادونو مشرانو ته رسولى دى.
پومپيو ويلي ، خليلزاد په هره ناسته کې ددې يادونه کړې چې افغانان بايد په خپل هېواد کې هم د دوامداره سولې او ثبات غږ پورته کړي.
نوموړي زياته کړې : (( موږ به له ټولو هغو اړوندو خواوو سره چې د افغانستان سولې سره لېوالتيا لري، په ګډه د يوې پراخ بنسټه سولې لپاره کارکوو.))
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، خليلزاد د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان ولسمشر، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله او نورو سياسيونو سره تفصيلي خبرې کړې او هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابره کړي.
د هغه په وينا، خليلزاد دغه راز د افغانستان مدني ټولنې، ښځو ، د سولې فعالانو او د رسنيو له استازو سره هم د سولې په اړه مشورې او ناستې کړې دي.
زلمي خليلزاد واشنګټن ته تر روانېدو مخکې په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله مندي وښوده چې له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مخکې به د سولې په اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.
هغه له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې له حکومتي او سياسي مشرانو سره ليدنې کتنې کړې او دا لړۍ دوام لري، څو د سولې په اړه يوه اجماع رامنځته شي.
خو ويل کېږي چې د افغانستان د سياستوالو ترمنځ د سولې په اړه اجماع نشته او دوى سره جلا جلا نظرونه لري.
ټاکل شوې ده، زلمى خليلزاد د سولې د هڅو په لړ کې ډېر ژر پاکستان او روسيې ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن