ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سوداګرو د تعرفې لوړېدو غبرګون کې د ماليې نه ورکړې پرېکړه وکړه

د بلخ سوداګرو د تعرفې لوړېدو غبرګون کې د ماليې نه ورکړې پرېکړه وکړه

author avatar
21 Nov 2018 - 15:00
د بلخ سوداګرو د تعرفې لوړېدو غبرګون کې د ماليې نه ورکړې پرېکړه وکړه
author avatar
21 Nov 2018 - 15:00

مزار شريف ( پژواک، ۳۰لړم، ۹۷) : د ماليې وزارت له خوا پر يو شمېر بهرنيو وارداتو د تعرفې لوړېدو په غبرګون کې د شمال زون سوداګرو د اعتراض په ډول تر امر ثاني پورې د وارېدېدونکو توکو د محصول د نه ورکړې پرېکړه وکړه.

ياد سوداګر چې د لړم په ۳۰مه، د بلخ سوداګرۍ اوصنايعو خونه کې راټول شوي وو، حکومت يې د سوداګرو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې پر بې باکۍ تورن کړ.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس ارش يونسي د يادې اعتراضيه غونډې پر مهال وويل چې د ماليې وزارت له خوا پر يو شمېر لومړنيو توکو د محصول زياتوالي ټول زيان د افغانستان عامو خلکو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، چې د محصول په لوړېدو سره دمګړۍ په بازارونو کې د يو شمېر توکو بيې سم نيمايي لوړې شوې دي، چې خلک يې د اخيستلو توان نه لري.

يونسي وايي، د هېواد ټول سوداګر پر بهرنيو توکو د محصول لوړېدو پلوي کوي؛ خو په هغو توکو چې کور دننه يې توليدات هغې کچې ته رسېدلي وي، چې د خلکو اړتيا پوره کړي.

هغه وويل، د زيات شوي محصول په ډله کې هغه توکي هم شامل دي، چې يا خو په افغانستان کې هېڅ نه تولېديږي او يا هم په ډېره لږه اندازه توليدات لري.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايع خونې رييس زياتوي، د حکومت د دا ډول پرېکړو له امله په قاچاقي ډول وارداتو ته زمينه برابرېږي.

د هغه په خبره، يو شمېر کړۍ له همداسې فرصتونو څخه په استفادې په قاچاقي ډول بهرني توليدات واردوي، چې ټول زيان يې سوداګرو ته رسېږي.

نوموړي وويل: (( د ماليې وزارت له خوا پر بهرنيو توکو د محصول لوړېدو په ډله کې پر غنمو سل فيصده ماليه لوړه شوې، پر بورې او حبوباتو ۴۰ سلنه ماليه لوړه شوې، پر ساختماني توکو لکه سمنټو باندې هم ۴۰ سلنه ماليه لوړه شوې، چې ورسره بازارونو کې د يادو موادو بيې سم نيمايي لوړې شوي، چې ټول زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.))

يونسي هغه اسناد هم رسنيو ته وښودل، چې له مخې يې د محصول لوړېدو په غونډه کې د سوداګرو استازي د حکومت  ياد اقدام مخالفت کړی؛ خو بيا هم حکومت دغه ګام پورته کړی.

هغه وايي چې د ياد محصول په لوړېدو سره هغه نوې غوړېدلې سوداګري هم ډېر زيان وي، چې وروستيو دوو کلونو کې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره رامنځته شوې ده.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس وويل، چې پر يو شمېر توکو د تعرفې لوړېدو په اعتراض کې د شمال زون سوداګرو په حيرتان، اقينه او شېرخان بندرونو کې د محصول د نه ورکړې پرېکړه وکړه، چې سر له نن څخه به پلې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.