ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د پوليسو يو قوماندان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى

د کندهار ښار د پوليسو يو قوماندان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى

author avatar
21 Nov 2018 - 14:21
د کندهار ښار د پوليسو يو قوماندان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى
author avatar
21 Nov 2018 - 14:21

کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷): د کندهار ښار د امنیتي کمربند د دویم کنډک قوماندان له دوو پولیسو سره یو ځای په یوه چاودنه کې وژل شوی او  دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردوبلاغ سیمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار د امنیتي کمربند د دویم کنډک قوماندان صدیق الله تېره ورځ مازدیګر ناوخته د کندهار- اروزګان لارې  د شاولیکوټ اړوند د اردوبلاغ په سیمه کې هغه مهال ووژل شو چې پر موټر یې د ماین چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه، له ده سره په دې پېښه کې دوه نور پولیس وژل شوي او ۲ ټپيان دي.

د ده په خبره، تر چاودنې وروسته وسله والو طالبانو پر پولیسو برید هم کړی چې د دواړو لورو تر منځ جګړه هم شوې، خو پولیسو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

وسله وال طالبان وايي چې تېره ورځ یې د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردوبلاغ سیمه کې د پولیسو پر اکمالاتي کتار برید کړی دی.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي پژواک ته وویل، د دغه برید په پایله کې يې ۲۱ پولیس وژلي او یو شمېر نور ټپيان کړي دي او دغه راز یې ۱ ټانک او ۲ لوی موټرونه هم ویجاړ کړي او یوه اندازه وسلې یې نیولې دي.

خو چارواکي د هغوی دغه ادعا په کله ردوي.

د کندهار- اروزګان لویه لاره چې له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه تېرېږي ډېر وخت د ناامنیو د ورته پېښو شاهده وي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.