غزني ښار(پژواک، ٣٠ لړم ٩٧ ): له تېرو پنځو ورځو راهيسې د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې د غزني ولايت وارداتي برېښنا پرې شوې چې د نا امنۍ له امله د برېښنا شرکت کارکوونکي هم نه شي کولاى دغه برېښنا بېرته وصل کړي.
پنځه ورځې وړاندې د شپې شاوخوا دوه بجې د ميدان ورګو ولايت د شش کلا او شيخ اباد سيمو کې جګړه وشوه چې له امله يې د غزني ښار وارداتي برېښنا پرې شوه.
د اړوندې موضوع په اړه غزني کې د برېښنا رياست يو انجنير د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د سيمې خلک په قصدي ډول د برېښنا مزي پرې کوي او بيا په مقابل کې د پيسو غوښتنه کوي.
هغه وايي: (( موږ څو ځلې کوښښ وکړ چې برېښنا بېرته وصل کړو، کله نا امني وي او ډېرى وخت خلک اجازه نه راکوي چې د برېښنا لينونه بېرته وصل کړو.))
همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د برېښنا د پايو او مزو د ساتنې لپاره يو منظم پلان جوړ کړي.
ده زياته کړه: (( زه دلته يو سياحتي شرکت لرم، ټول کارونه مې ځکه فلج دي چې برق نشته، نو د ساتنې لپاره يې بايد حکومت قوي پلان جوړ کړي.))
دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې حکومت بايد هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې د برېښنا پر وړاندې ستونزې جوړوي.
دى وايي: ((څنګه يو عادي شخص را پورته کيږي او د حکومت په مقابل کې جبهه جوړوي او برېښنا قطع کوي، که حکومت يو ځل سخته سزا ورکړي بيا په عمر کې دغه کار نه کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه دغزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې پر غزني وارداتي برېښنا له طالبانو سره د جګړې پرمهال پرې شوې ده.
هغه وايي: ((جګړه وشوه او طالبانو هم قصدا برېښنا پرې کړه،کله چې د برېښنا شرکت کارکوونکي لاړل، ترڅو وصل يې کړي، اجازه يې ورنه کړه.))
د نوري په وينا، هڅې روانې دي ترڅو هرڅه ژر پرې شوې برېښنا بېرته وصل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن