کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٧): د کابل ښار د هوټل لرونکو ټولنه د هوټلونو د امنیتي خونديتوب په برخه کې د حکومت له همکاری شکایت کوي او وايي، که حکومت په دې برخه کې همکاري ونه کړي، خپل هوټلونه تړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د ميلاد النبي(ص) د لمانځغونډې پر مراسمو ځانمرګي برید ۵۵ کسان ووژل او ۹۴ یې ټپیان کړل.
له دې مخکې د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې هم د قصر نوین هوټل مخې ته په داسې حال کې ځانمرګی برید وشو چې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور څخه د ملاتړ غونډه په کې جوړه شوې وه. په دې برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان وو.
په کابل ښار کې د ودونو د هوټلونو د اتحادیې رییس حاجي محمد نادر قرغه يي نن په خبري ناسته کې وویل: ((موږ د هوټلونو خاوندان امنیتي ستونزه لرو، موږ نه شو کولای په یواځې ځان د خپلو هوټلونو امنیت وساتو، موږ څو ځله له امنیې قوماندانۍ غوښتي چې امنیت مو وساتي، خو په دې برخه کې هېڅ کار نه دی ترسره شوی.))
د ده په خبره، اته میاشتې مخکې دې اتحادیې د کورنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د هوټلونو د امنیتي خوندیتوب په تړاو د کورنیو چارو له وزیر سره له نږدې وګوري، خو تر اوسه ورته دا زمینه نه ده برابره شوې.
نوموړي وویل، پانګوالو په کابل ښار کې د ودونو د ۱۰۰ هوټلونو له لارې له ۲۰۰ میلیون ډېره پانګونه کړې او هر کال دولت ته میلیونونه افغانۍ مالیه ورکوي، خو حکومت له دوی سره د امنیت په ټینګښت کې همکاري نه لري.
هغه زیاته کړه، په اورانوس هوټل کې د ميلاد النبي(ص) د لمانځنې په مراسمو کې د تېرې ورځې پېښې اندېښمن کړي دي.
قرغه يي د خپلو خبرو په دوام وویل، که حکومت د امنیت د ټينګښت په برخه کې له هوټل لرونکو سره مرسته ونه کړي، مجبور دي چې خپل هوتلونه وتړي او خپلې پانګې له هېواده بهر مصرف کړي.
د اورانوس هوټل مالک محمد سلام برکي چې په دې غونډه کې ګډون درلود، وویل: ((موږ پانګونه او ابادي وکړه، اخر یې دا پایله وه. زموږ حق همدا دی چې په داسې حالت کې قرار ولرو. شکایت مو دا دی چې ولې حکومت زموږ سره د هوټلونو د امنیت په برخه کې مرسته نه کوي.))
هغه وویل، د اورانوس هوټل په منځ کې برید چې زيایانونه یې تراوسه معلوم نه دي، لویه پوښتنه ده، ځکه د مراسمو جوړوونکي هوټل ته ویلي چې موضوع یې له امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړې او د مراسمو امنیت به وساتل شي.
هغه هم له حکومت څخه وغوښتل چې د هوټلونو د امنیت په برخه کې مرسته وکړي، له هغې پرته هوټل لرونکي مجبور دي چې خپل هوټلونه وتړي.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ تل د هېوادوالو، سوداګرو او پانګوالو د امنیت لپاره کمي نه ده کړې او د هوټل لرونکو د امنیت په برخه کې مو هم لټي نه ده کړې.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن