ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې به د مالټو او کينو د ښه حاصل له امله ددغو مېوو باغونه ډېر شي

هلمند کې به د مالټو او کينو د ښه حاصل له امله ددغو مېوو باغونه ډېر شي

author avatar
21 Nov 2018 - 12:05
هلمند کې به د مالټو او کينو د ښه حاصل له امله ددغو مېوو باغونه ډېر شي
author avatar
21 Nov 2018 - 12:05

لښکرګاه(پژواک ۳٠ لړم ۹۷): د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، تر څېړنو وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې په دغه ولايت کې د مالټو او کينو ونې هم ښه حاصلات ورکوي چې له مخې به يې راتلوونکي کال کې زرګونه نيالګي پر کروندګرو ووېشل شي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د لړم په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تجربو ثابته کړه چې په دغه ولايت کې کينو او مالټې هم ښه حاصلات ورکوي.

هغه وايي چې د لښکرګاه ښار د بولان سيمې په څېړنيز فارم کې زرګونه د کينو او مالټو نيالګي ايښودل شوي چې په راتلوونکي پسرلي کې به پر کروندګرو و وېشل شي.

ده زياته کړه: (( کينو او مالټې د کوکنارو ښه بديل کېداى شي، اوبه او کيمياوي سره لږه غواړي خو حاصلات يې بيا ډېر ښه دي.))

دغه راز دى وايي، د خرما باغونو ترڅنګ د تورې ځنګۍ لپاره يې هم پلانونه جوړ کړي چې له مخې به يې هرکال کروندګر لس ميليونه ډالره ګټه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د نادعلي ولسوالۍ يو تن کروندګر نجيب الله پژواک ته وويل چې په باغ کې يې د کينو او مالټو ونې پېوند کړې وې او ښه حاصل يې ترلاسه کړى دى.

هغه وايي: ((څو کاله وړاندې مې پلار راته ويلي و چې کوکنار به نه کرې نو ما هم په خپل باغ او ځمکه کې د کينو او مالټو ونې تجربه کړې چې په جنګونو کې نورې ونې وچې شوې، خو يواځې يوه ونه پاتې شوه چې خورا ډېر حاصل يې کړى دى.))

د نوموړي په وينا، د کينو او مالټو ونې لږه خواري غواړي خو د پام وړ حاصل ورکوي او دى پلان لري چې راتلوونکى کال يو لوى باغ جوړ کړي.

دغه راز هلمند کې يو بل کروندګر سميع الدين بيا پژواک ته وويل چې په خپل کور کې يې د مڼو او املوکو نيالګي پيوند کړي چې د تمې برخلاف يې په دوو کلونو کې د پام وړ حاصل کړى دى.

دى وايي: (( د مڼو هغه ونې مې پيوند کړي چې په ګرمې هوا کې حاصل ورکوي، نو زما ونې هم هغه وخت کې حاصل ورکوي چې هېواد ته له پاکستان او ايران څخه مڼې راځي او خپل حاصلات يې نه وي رسېدلي.))

نوموړي په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په هلمند کې د خرما او پستې ونې هم ازمايل شوي چې ښه حاصلات ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.