کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د برېښنا د واحدې ملي شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو چې په دې سره به د ټولو ولایتونو د متوازنې اقتصادي پراختیا زمینه برابره شي.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې نیول شوي وو، ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه دویم مرستیال استاد سرور دانش او د کابینې یو شمېر غړو ګډون درلود.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت د سرپرست محمد همایون قیومي او د اسیا پراختیایي بانک د ريیس سامويل تومیوا له خوا لاسلیک شو.
سرچينې زياته کړې، د یاد هوکړه لیک پر بنسټ وروستي پنځه ولایتونه دایکنډي، اروزګان، غور، نورستان او نیمروز د برېښنا له واحدې ملي شبکې سره وصلېږي. د هوکړه لیک په تطبیق سره به نه یواځې یاد ولایتونه له ډاډمنې او ارزانې برېښنا برخمن شي، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته یې هم د انرژۍ امنیت تامنېږي.
ارګ وايي، په یاد هوکړه لیک کې د اوسمهال لپاره یوازې ۲۴۰ میلیونه ډالره بودجه په پام کې نیول شوې چې د پروژو په پراختیا سره به نوره هم زیاته شي.
دغه راز د دغه هوکړه لیک د تطبیق په جریان کې به د مطالعې، ډیزاین او تدارکاتي پړاوونو کار هم پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن