ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۵۴ طالبان له دولت سره یوځای شول

ننګرهار کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۵۴ طالبان له دولت سره یوځای شول

author avatar
22 Nov 2018 - 13:33
ننګرهار کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۵۴ طالبان له دولت سره یوځای شول
author avatar
22 Nov 2018 - 13:33

جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د څلورو طالب قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۵۴ کسان له وسلو سره يو ځای د ملي امنيت ادارې ته تسليم شول.

د مسوولینو په وينا، يادو وسله والو له دې مخکې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې خو هلته د امنيتي ځواکونو عملياتو تسليمېدو ته مجبور کړل.

دغه وسله والو خپلې وسلې د لېندۍ په لومړۍ نېټه د ننګرهار د ملي امنيت په رياست کې دولت ته وسپارلې او د سولې لار يې خپله کړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، د سولې له بهیر سره تر یو ځای کېدو وړاندې یادو طالبانو په مومنددرې، خوږیاڼو، شېرزادو، غني خېلو، اچین او نازیانو ولسوالیو کې له کلونو راهیسې تروریستي او تخریبي فعاليتونه کول.

نوموړي زیاته کړه، د څلورو قوماندانانو په ګډون یادو ۵۴ وسله والو له ځان سره د پنځه میله درنو وسلو په ګډون ۵۴ میله وسلې هم ملي امنیت ادارې ته وسپارلې.

خوږياڼی زياتوي، په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ولسواليو کې د وسله والو ضد عمليات سخت کړي چې ګڼ شمېر وسله وال يې تسليمېدو ته مجبور کړي دي.

دولت ته د تسليم شوو وسله والو له ډلې نبي الله د پاکستان د استخباراتي ادارې په لمسون دولت ضد کړنې ترسره کولې خو د ديني عالمانو وروستيو فتواوو دې ته لېوال کړ چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.

د محمد اسلام په نوم يوه بل وسله وال وويل چې له تېرو ۶ کلونو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې يې دولت ضد فعاليتونه ترسره کړي خو په اخير کې وپوهېده چې جګړه د افغانو پر زيان او د بهرنيو هېوادونو د ګټو په خاطر ده؛ نو ځکه يې وسله پر ځمکه کېښوده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري هم وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيو هېوادونو د ګټو په خاطر کېږي او زيان يې يوازې افغانانو ته رسېږي.

دغه راز ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داود مجاهد د مسلمان پر وړاندې جګړه د اسلام له دين سره په ټکر کې ياده کړه او پر وسله والو يې غږ وکړ چې د سولې لار خپله کړي.

هغه په دې وروستيو کې د افغان حکومت د سولې هلې ځلې ګټورې يادې کړې او پر طالبانو يې غږ وکړ چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

د یادونې ده، په وروستیو کې د ملي امنیت په هلو ځلو نږدې ۳ سوه وسله والو مخالفینو له مخالفت څخه لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.