ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د کابل وروستی برید پر ملي هویت برید دی چې بې ځوابه به پاتې نه شي

ولسمشر غني: د کابل وروستی برید پر ملي هویت برید دی چې بې ځوابه به پاتې نه شي

author avatar
22 Nov 2018 - 08:54
ولسمشر غني: د کابل وروستی برید پر ملي هویت برید دی چې بې ځوابه به پاتې نه شي
author avatar
22 Nov 2018 - 08:54

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر اشرف غني په کابل کې د علماوو د ميلاد النبي پر غونډه د ترسره شوي بريد په اړه وايي چې دا پر ملي هویت برید و او بې ځوابه  به پاتې نه شي.

له ارګه د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د کابل په ایمرجنسي روغتون د میلادالنبي د لمانځنې پر مراسمو د شوي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه.

هغه د یادې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او وې ویل، د افغانستان په تاریخ کې هېڅکله هم  پر علماوو، قران شریف او مولود شریف باندې  داسې بېباکانه او بزدلانه حمله نه ده شوې.

ولسمشر زياته کړې: ((د افغانستان دښمنانو زموږ ټول اخلاقي او شرعي حدود مات کړل او د افغانستان پر دوديز سیاست، جوړښت او زموږ پر ملي هویت یې برید وکړ چې بې ځوابه به پاتې نه شي.))

اشرف غني د وړمې شپې د تروریستي برید مسوولینو ته په اشاره وویل، چا چې انتحار او انفجار د لومړي ځل لپاره دغه وطن ته راووړ، د پرونۍ حملې مسوول دي.

ولسمشر زياتوي، طالبان یواځې د دې پېښې په غندلو سره خپل ځان له مسوولیته نه شي ژغورلی، دوی باید عملاً سولې ته کار وکړي، څو انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پای ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه، د انتحار او انفجار ملاتړې ځالې، د روزنې مرکزونه او مالي منابع په ګاونډي هېواد کې دي او  له نړیوالو دوستانو يې وغوښتل چې د دغو ځالو مرکزونه او ملاتړي هېوادونه یا حکومتونه په منطقي توګه په ګوته کړي.

ولسمشر دغه راز د ډاکترانو له ټیم څخه د قدردانۍ تر څنګ د ټپیانو د روغتیایي وضعیت د لاښه والي په خاطر هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د ایمرجنسي  روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکترانو ولسمشر ته، د ټپیانو پر وخت او موثرو روغتیایي خدماتو او  رسېدنې  ډاډ ورکړ.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې د کابل په اورانوس هوټل کې د ميلاد النبي په مراسمو کې د چاودنې له مله ٥٥ کسان ووژل شول او تر ٩٠ زيات ټپيان شول.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.