ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترمپ: د افغانستان د سولې د ټينګښت په برخه کې ډېر جدي مذاکرات دوام لري

ترمپ: د افغانستان د سولې د ټينګښت په برخه کې ډېر جدي مذاکرات دوام لري

author avatar
23 Nov 2018 - 15:25
ترمپ: د افغانستان د سولې د ټينګښت په برخه کې ډېر جدي مذاکرات دوام لري
author avatar
23 Nov 2018 - 15:25

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٧): د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په خاطر پر ډېرو جدو مذاکراتو بوخت دى.

بهرنيو رسنيو کښلي چې د امريکا ولسمشر، دغه مطلب تېره ورځ په فلوريډا ايالت کې له خبريالانو سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي د ياد شوي مطلب ترڅنګ ويلي: "خو نه پوهېږي چې دغه مذاکرات به برياليتوب ته ورسېږي که نه؟"

هغه دې ته په اشارې چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي، ويلي: "موږ اوسمهال په افغانستان کې د ډېرو جدي مذاکراتو په حال کې يو چې ښايي ډېر خلک د هغه په اړه خبر نه وي. دا به لومړى ځل وي او وبه ګورو چې څه پېښېږي؟ که بريالي شو، دا به يو ډېر ستر کار شوى وي او ترې خوشحاله به شو."

ډونالډ ټرمپ له خبريالانو سره تر خبرو مخکې په افغانستان کې له مېشتو امريکايي ځواکونو سره هم ټيلفوني خبرې کړي او افغانستان ته يې خپل احتمالي سفر ته اشاره هم کړې ده.

د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو موخه ښايي د طالبانو له استازو سره د زلمي خليلزاد کتنې وي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شاوخوا دوو نیمو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره هڅې پیل کړې دي او تر اوسه یې افغانستان پاکستان، سعودي عربستان او کوېټ ته د سفرونو تر څنګ يې د طالبانو له استازو سره دوه ځلې خبرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.