ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د جومات ځانمرګي برید کې  ۲۷ سرتېري وژلي او ۷۹ ټپیان کړي

د خوست د جومات ځانمرګي برید کې ۲۷ سرتېري وژلي او ۷۹ ټپیان کړي

author avatar
23 Nov 2018 - 14:44
د خوست د جومات ځانمرګي برید کې  ۲۷ سرتېري وژلي او ۷۹ ټپیان کړي
author avatar
23 Nov 2018 - 14:44

خوست ښار (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٧): د خوست چارواکي وايي چې د لومړۍ لوا د قومندانۍ په جومات کې د ځآنمرګي برید له امله د ملي اردو ۲۷ سرتېري وژل شوي او۷۹  نور ټپيان دي.

په خوست ښار کې د ملي اردو د لومړۍ لوا د قومندانۍ وياند تورن عبدالله د لیندې په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د جمعې د لمانځه پرمهال د قومندانۍ په جومات کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لس سرتېري وژل شوي او شل نور سرتېري ژوبل دي.

 د خوست والی حکم خان حبیبي په ملکي روغتون کې پژواک ته وویل چې دغه پېښه د ځانمرګی برید له امله د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې چې ١٢ سرتېري په کې وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي.

خو یوې بلې امنیتی سرچینې پژواک ته وویل، چې په دې پيښه کې ۲۸ سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۹ نور ټپیان دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکتر ګل احمد شاه پژواک ته وویل،چې ۴۴ ټپیان ملکی روغتون ته وړل شوي دي.

هغه زیااته کړه، چې نورو خصوصي روغتونونو ته هم ټپیان وړل شوي دي.

د یوه خصوصي روغتون مشر ډاکتر بابري ګل پژواک ته وویل، چې ددوی روغتون ته ۳۰ ټپیان او یو بل ته ۵ ټپیان وړل شوی دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جاوېد غفور پژواک ته وویل چې له یوه پلاوي سره څلور چورلکې خوست ته لېږل شوي دي، څو ټپیان انتقال کړي.

ده زياته کړه، لا نه ده معلومه چی دا پېښه د چاودنې او که د ځانمرګي بريد له امله رامنځ ته شوې ده.

د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا نه دى منلى.

دا په تیرو څو ورخو کې دویمه خونړۍ پيښه ده، چې رامنځته کیږي، د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د میلاد النبي په مراسمو کې چاودنې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.