کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلا بېلو ولايتونو کې ٥٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۱ ځانګړي کوماندویي دندې او ۳ هوایي بریدونه د وسله والو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي دي.
سرچينه کاږي، په دې عملياتو کې د افغانستان هوایي ځواکونو ۳۵ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۴ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.
سرچينه زياتوي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، بلخ، فاریاب، کندوز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۷ وسله وال له منځه وړل شوي او د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ وسله وال وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او څو سیمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، همدا راز د هلمند ولایت په نهر سراج او مارجې او د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالیو کې ۷ وسله وال وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې یو وسله وال وژل شوى او د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ۲ وسله وال نیول شوي او یو موټر ترلاسه شوى دى.
خو وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن