کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د رايو د بيا شمېرنې او ارزونې له امله د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلانول يو ځل بيا وځنډېدل.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم په ١٩مه اعلان شي، خو کميسيون په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې د رايو د بيا شمېرنې او ارزونې له امله د ٣٢ ولايتونو پايلې د ليندۍ په ٢مه او د کابل لومړنۍ پايلې د ليندۍ په لسمه اعلانوي.
تېره ورځ هم کميسيون وويل چې نن (د جمعې ورځ) هڅه کوي د لسو ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.
خو د ټاکنو خپلواک کميسيون د وياند مرستيالې کبرا رضايي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه کميسيون د ٣٢ ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې له مهالوېش سره سمې اعلان کړي، خو له به مرغه د رايو د پلټنې او بيا شمېرنې په دليل د رايو د پايلو اعلانول وځنډېدل.
هغه وايي: "د بياشمېرنې او تفتيش بحث، د دې بهير د لا زيات شفافيت په خاطر پر ټاکنو د ګوندونو، مدني بنسټونو او د څارونکو نهادونو جدي نظارت، دغه ټول لا ډېر وخت ته اړتيا پيدا کوله او په همدې دليل موږ ونه شو کولاى چې لومړنۍ پايلې له مخکې ټاکل شوي وخت سره سمې اعلان کړو."
نوموړي په راتلونکي کې د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلانولو کره نېټه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې کميسيون هڅه کوي ډېر ژر دغه پايلې اعلان کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن