ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو ولایتونو له ۲۱ مخکښو نوماندانو ۱۷ یې ولسي جرګې ته بریالي شوي

د پنځو ولایتونو له ۲۱ مخکښو نوماندانو ۱۷ یې ولسي جرګې ته بریالي شوي

author avatar
24 Nov 2018 - 19:03
د پنځو ولایتونو له ۲۱ مخکښو نوماندانو ۱۷ یې ولسي جرګې ته بریالي شوي
author avatar
24 Nov 2018 - 19:03

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٧): د پنځو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړني لېست کې د دې جرګې څلور اوسني غړي او ۱۷ نوي نوماندان شامل دي، خو د ولسي جرګې  ټاکنو ته د دې جرګې شپږو اوسنیو غړو یادې جرګې ته لار نه ده پیدا کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ «د لېندۍ دویمه» د اروزګان، جوزجان، بامیانو، دایکنډي او فراه ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو لومړنۍ لېست اعلان کړ چې له مخې یې له دغو ولایتونو د شپږو ښځو په ګډون ۲۱ کسانو ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس، له یادو پنځو ولایتونو د ولسي جرګې د لسو اوسنیو غړو په ګډون ولسي جرګې ته ۱۷۶ کسانو ځانونه نوماند کړي وو چې یوازې څلور تنه یې دې جرګې بریالي شوي، په اروزګان کې ۲۶ تنو، په جوزجان کې ۳۰ تنو په بامیانو کې ۳۹ تنو، په دایکنډي کې ۳۹ تنو او په فراه کې ۴۲ کسانو له یوه بل سره سیالي کړې ده.

په جوزجان او اروزګان ولایتونو کې د ملي شورا اوسنیو غړو دې شوار ته ځانونه نه وو نوماند کړي.

د ټاکنو قانون له مخې، دغه پایلې لومړنۍ دي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له ارزونې وروسته به وروستۍ پایلې اعلان شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه شهلا فرید پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسي جرګې اوسني غړي د ښه چلند او بریالیتوب د نه لرلو له امله نه دي توانېدلي چې دې جرګې ته لار پیدا کړي؛ ځکه خلک په تېره کاري دوره کې ترې خوښ نه وو.

د ده په خبره، د ولسي جرګې د اوسني کاري دورې د ناوخته کېدو له امله چې د قانون خلاف یې دوام وکړ، روڼ اندو یادو کسانو ته رایه ورنه کړه.

د دې په باور، په دې ټاکنو کې یې د رښتینې ډیموکراسۍ پر لور یو قدم کېښود.

اروزګان

د اروزګان ولایت لپاره په ولسي جرګه کې درې څوکې بېلې شوې چې یوه ښځو او پاتې دوه نورې یې نارینه وو ته ځانګړې شوې دي.

په دغه ولایت کې ۲۶ کسانو د ولسي جرګې ټاکنو ته ځانونه  نوماند ګړي وو چې شپږ یې ښځې وې.

د دغو ۲۶ کسانو له ډلې په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د یاد ولایت هېڅ اوسني استازي ځان نه وو نوماند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت له درېیو اوسنيو استازو هاشم وطنوال ووژل شو، ریحانې ازاد له دایکنډي او عبیدالله بارکزي له کابله ځان ولسي جرګې ته ځانونه نوماند کړل.

په ورته وخت کې له دغه ولایت څخه قدرت الله رحیمي او انوشه بارکزۍ د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو مخکښ نوماندان دي.

جوزجان

د نفوس په تناسب جوزجان ولایت ته پنځه څوکۍ بېلې شوې دي چې یوه يې ښځو او پاتې څلور یې په نارینه وو پورې تړاو لري.

د ولسي جرګې ټاکنو ته د څلورو ښځو په ګدون ۳۰ کسانو ځانونه نوماند کړي وو.

په یادو ۳۰ نوماندانو کې په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د دغه ولایت هېڅ اوسني استازی برخه نه لري خو د مشرانو جرګې د پنځلسمې دورې غړی عزیزالله الفتي د یادو نوماندانو له ډلې د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې مخکښ نوماند دی.

د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان له مخې، پاتې نور نه دي توانېدلي چې ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

باتور دوستم، بکتاش ایشچي، کریم جوزجاني، عزیزالله الفتي او حلیمه صدف کریمي له دغه ولایت څخه د ولسي جرکې مخکښ نوماندان اعلان شوي دي.

د دې پایلو پر اساس، په جوزجان کې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم لومړۍ او د دوستم د سیاسي مخالف احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي دویمې ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

احمد ایشچي تېر کال جنرال دوستم د هغه پر تښتونه او جنسي ځورونه تورن کړ چې له همدې امله جنرال دوستم په خپله خوښه څو میاشتې تبعید شو او په ترکیه کې اوسېده.

بامیان

بامیان په ولسي جرګه کې څلور څوکۍ لري چې یوه یې ښځو او پاتې درې يې نارینه وو ته ځانګړې شوې دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ترې د ۱۱ ښځو په ګډون ۳۹ تنو ځانونه نوماند کړي وو.

بالاخره په لومړنیو پایلو کې چې تېره ورځ اعلان شوې، د ولسي جرګې اوسنی غړی محمد جمال بهشتي مخکښ نوماند و، خو د ولسي جرګې دوو اوسنیو غړو محمد اکبري او صیفوره ایلخاني دې جرګې ته لاره نه ده پیدا کړې.

محمد رحیم علي یار، ظهیرالدین جان اغا، محمد جمال فکور بهشتي او نېکبخت فهیمي ولسي جرګې ته د بریالیو نوماندانو په لېست کې شامل دي.

د بامیانو ولایت یو فرهنګي جواد محبي وویل: ((هغو کسانو چې د کمپاین پر مهال یې پیسې مصرف کړې، رایه ګټلې او چا چې د کمپاین پر مهال کمې پیسې لګولې رایې یې نه دي ترلاسه کړې.))

هغه زیاته کړه، ډېرو هغو کسانو چې ډېرې لوړې زده کړې یې کړې وې، رایې نه دي اخیستې.

د ده په خبره، د ولسي جرګې اوسنیو غړو له دې امله رایې نه دي ترلاسه کړې چې د خلکو پر باور، په ولسي جرګه کې یې مثبت فعالیتونه ګټور نه دي.

محبي روښانه کړه چې فکور بهشتي له مذهبي عقایدو سره د خلکو د اړیکې، د ورس ولسوالۍ پر سنتي ټولنه د حاکم کېدو او د ساداتو له قوم څخه د واحدې رایې ترلاسه کېدو له امله بریالی شوی دی.

دایکنډي

دایکندي ولایت هم په ولسي جرګه کې څلور څوکۍ لري چې یوه یې ښځو او درې یې نارینه وو ته ځانګړې شوې دي.

د ولسي جرګې ټاکنو ته له دغه ولایت څخه د پنځو ښځو په ګډون ۳۹ کسان نوماند وو.

د یادو ۳۹ کسانو له ډلې د ولسي جرګې درې اوسني غړي چې دوه د دایکنډي او یو په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو اوسنی استازی هم دی، په دې سیالیو کې ګډون درلود.

د ولسي جرګې د یادو درېیو اوسنیو غړو له ډلې سید داوود ناصري، ریحانه ازاد او شېرین محسني د دغه ولایت مخکښ نوماندان دي.

په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د دایکنډي ښځینه نوماندانو ته یوه څوکۍ ځانګړې شوې خو د یوې مېرمنې رایې د نارینه وو په پرتله زیاتې دي او دوې ښځې توانېدلې دي چې په لومړنیو نتایجو کې ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

سید محمد داوود ناصري، ریحانه ازاد، علي اکبر جمشېدي اوشېرین محسني د دغه ولایت څلور مخکښ نوماندان دي.

فراه

فراه ولایت په ولسي جرګه کې پنځه څوکۍ لري چې یوه یې ښځو او څلور یې نارینه وو ته ځانګړې شوې دي.

له دغه ولایت څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته د درېیو ښځو په ګډون ۴۲ کسان نوماند وو.

محمد سرور عثماني فراهي، عبدالسمیع صمیم، موسی خان نصرت او حمیرا ایوبي په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو هغه استازي دي چې یو ځل بیا یې ځانونه نوماند کړي وو خو په لومړنیو پایلو کې نه دي بریالي شوي.

د دغه ولایت د پنځو مخکښو نوماندانو له ډلې یوازې بلقیس روشن په پنځلسمه دوره کې د مشرانو جرګې غړیتوب درلود.

همایون شهزاده، عبدالستار حسیني، عبدالناصر فراهي. عبدالجلیل بختاور او بلقیس روشن د دغه ولایت مخکښ نوماندان دي.

په فراه کې د بانک کارمند مهدي زماني په دې اړه چې ولې د ولسي جرګې څلور پخواني غړي نه دي توانېدلي چې د خلکو رایه ترلاسه کړي وویل: ((په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د دوو تېرو دورو غړو د دغه ولایت لپاره کار نه دی کړی، یو سلنه لاسته راوړنه هم نه لري. د فراه اوسېدونکي هیله مند دي چې نوې څېرې به چې زیاترو یې زده کړې  کړې، د فراه خلکو ته کار وکړي.))

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹مه اعلان شي خو په کابل کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لېندۍ تر لسمې او په نورو ولایتونو کې د لېندۍ تر دویمې وځنډېډې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.