ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې لاسي پلورونکو د ښاروالۍ د ناوړه چلند غبرګون کې خپلې کراچۍ وسوځولې

جلال اباد کې لاسي پلورونکو د ښاروالۍ د ناوړه چلند غبرګون کې خپلې کراچۍ وسوځولې

author avatar
24 Nov 2018 - 16:04
جلال اباد کې لاسي پلورونکو د ښاروالۍ د ناوړه چلند غبرګون کې خپلې کراچۍ وسوځولې
author avatar
24 Nov 2018 - 16:04

جلال اباد (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار يو شمېر لاسي پلورونکو د ښاروالۍ د ناوړه چلند په غبرګون خپلو کراچيو ته اور اچولی او شکايت يې کړی چې د مور او ميرې چلند ورسره کېږي.

دوی چې په اعتراضي ډول يې د يوه ساعت لپاره د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د تلاشۍ څلور لارې ته څېرمه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه، دغه راز یې د ښاروالۍ پر مسوولينو د تازه سبزيو ګوزارونه هم وکړل.

لاريون کوونکو د ليندۍ په ۳مه وروسته له هغې دغه کار وکړ چې د ښاروالۍ مسوولينو يې د سړک له سر کراچۍ پورته او ماتې کړې.

دوی د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مسوول له دوی پر پيسو اخیستو تورن کړ، خو نوموړي وويل يوازې يې قانون پلی کړی، نه يې پيسې غوښتې او نه يې هم له کراچۍ وانانو سره ناوړه چلند کړی دی.

د دوی له ډلې احسان الله پژواک ته وويل، که څه هم ښاروالۍ ورته خبر ورکړی و خو ځای یط ورته مشخص کړی نه دی چې چېرته ودرېږي؛ ځکه له دې کار پرته نور کار ورته نه پيدا کېږي.

هغه زياته کړه، نن سهار د ښاروالۍ مسوولين له موټرو او لوډرو سره راغلل او کراچۍ يې ماتې کړې، موټرو ته يې پورته کولې خو دوی ورته اجازه ورنه کړه او د سړک په منځ کې يې ورته اور ورته کړ.

يو بل لاسي پلورنکي نويد وويل، خبره ټوله د پيسو ده او د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مسول عبيداغا يې تورن کړ، چې هغه ترې پيسې غوښتلې او دوی چې پيسې ورنه کړې؛ نو له دغه ځايه يې پورته کول.

خو د جلال اباد شاروالۍ د مارکيټونو د تنظيم مسبول عبيداغا د لاسي پلورونکو خبرې ردوي او وايي، دوی يوازې قانون تطبيق کړی او له هېچا يې د پيسو غوښتنه نه ده کړې.

نوموړي د خلکو د دې خبرې په ځواب کې چې د قانون خلاف يې کراچۍ ماتې کړې، وويل: ((ما ته قانون دا حق راکړي چې د ښار د تنظيم لپاره بې ځايه جوړې شوې ودانۍ هم ړنګې کړم، خلک هم څارنوالۍ ته معرفي کړم. سرغړوونکو ته قانون تر ۶ مياشتو د بند سزا ورکوي.))

په همدې حال کې مدني فعالان وايي، ستونزه ټوله ښاروالۍ جوړه کړې او په لوی لاس له لاسي پلورونکو سره د مېرې مور چلند کوي.

د بااحساسه ځوانانو د ټولنې غړی قرار عزيزي چې يادې موضوع ته ورغلی و، وايي، هر څوک چې ښاروالۍ ته پيسې ورکوي، هغوی ته د سرک پر غاړه د درېدو اجازه ورکوي او څوک چې پيسې ورنکړي، داسې چلند ورسره کوي.

د جلال اباد ښاروالۍ د ارقامو له مخې، دوی په جلال اباد ښار کې له ۲۳۰۰ کراچيو د سړک پر سر د درېدو له امله پيسې راټولوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.