د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خبريالانو د خونديتوب لپاره انلاين سيستم فعاله شو

د خبريالانو د خونديتوب لپاره انلاين سيستم فعاله شو

Nov 24, 2018 - 16:23

کابل(پژواک، ٣ ليندۍ٩٧): د خبريالانو د خونديتوب لپاره انلاين سيستم فعاله شو چې له مخې يې خبريالان کولاى شي د پېښو پرمهال د يوې ټنۍ په کېکاږلو سره ډېر ژر له اړوندو ارګانونو سره اړيکه ټينګه کړي.

دغه سيستم نن په کابل کې د يوې خصوصي کمپنې له لوري اعلان شو.

د دې کمپنې يو تن مسوول آغا ملوک سهار خبريالانو ته وويل چې له دغه اپلکشين څخه د خبريالانو ترڅنګ د رسنيو نور کارکوونکي هم کولاى شي ګټه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه: (( خبريالان بايد دغه سيستم په خپل ځيرک مبايل کې فعاله کړي چې د ګواښ پرمهال دوى کولاى شي د يوې ټنۍ په کيکاږلو سره له خپلې ادراې او يا هم پوليسو سره اړيکه ټينګه کړي.))

د سهار د معلوماتو له مخې دغه سيستم د خبريالانو دقيق موقعيت په ګوته کوي او د ځينو نورو ځانګړنو ترڅنګ کله چې خبريال له خوندي ساحې ( ګرين زون) څخه ووځي نو اړوندو ادارو ته خبر ورکول کيږي.

نوموړى زياتوي چې دغه سيستم د شپږو مياشتو په موده کې د رسنيو له چارواکو سره په مشوره جوړ شوى دى.

د ده په وينا، خبريالان بايد اول دغه اپلکيشن په خپلو ټيلېفونونو کې ډانلوډ کړي بيا تر هغه وروسته ګټه ترې پورته کولاى شي.

داسې مهال د خبريالانو د خونديتوب لپاره سيستم فعاله کيږي چې يواځې روان کال کې ١٢ خبريال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan