ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار پوليسو د اروزګان لويه لار تړلې”

“د کندهار پوليسو د اروزګان لويه لار تړلې”

author avatar
24 Nov 2018 - 16:00
“د کندهار پوليسو د اروزګان لويه لار تړلې”
author avatar
24 Nov 2018 - 16:00

ترينکوټ (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۷) د اروزګان- کندهار د لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي  چې د کندهار پوليسو دغه لاره د دوى پر مخ تړلې او له ستونزو يې مخ کړي دي.

موټر چلوونکي او مسافر وایي، پولیس ترې غواړي چې د هغوی د ملګرو جسدونه له هغې سيمې ورته را انتقال کړي چې درې ورځې مخکې د طالبانو په بريد کې ووژل شول.

درې ورځې وړاندې د اروزګان- کندهار د لویې لارې په اردو بلاغ سیمه کې طالبانو پر دولتي موټريز کاروان بريد کړى و او د کندهار د ښاري کمربند د کنډک قومندان صديق الله په يې يو شمېر پوليس وژلي وو.

سرچينې وايي چې د وژل شوو پوليسو جسدونه اوس هم په سيمه کې پاتې دي.

د شهنواز په نوم يو مسافر پژواک اژانس ته وويل چې لاره له تېرو دوو ورځو راهيسې تړلې ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې تګ راتګ وکړي.

هغه وايي، په دې سیمه کې پوليس ترې غوښتنه کوي چې د هغوی د ملګرو جسدونه چې د طالبانو له خوا وژل شوي، ورته ولېږدول شي.

د نجيب الله په نوم يو بل مسافر پژواک ته وويل چې  پوليسو د زيات شمېر مسافرينو موتر هم درولي او د مخکې تګ اجازه نه ورکوي.

د نوموړي په وينا، د لویې لارې د تړلو له امله دواړو خواو ته سلګونه مسافر چې پکې ښځي، ماشومان او ناروغان هم شته ‎، بند پاتې دې.

مسافر له مسوولینو غواړي چې لویه لار دې بیا ځلي د هغوی پر مخ خلاصه کړي هغوی ته دې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د يادې لارې يوه موتر چلوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د طالبانو له سيمې د وژل شويو پوليسو جسدونو لېږدول د دوى له توانه بهر ده.

د اروزګان ولایت مقام هم مني چې لویه لاره له  تېرو دوو ورځو راهيسې د مسافرو پرمخ تړل شوې او په دې اړه ورسره يو شمېر مسافرو او موټر چلوونکو ستونزه هم شريکه کړې ده.

د ولایت مقام مرستیال عطاءالله فضلي پژواک ته وویل، دوی دغه ستونز د مرکز کابل ترڅنګ له کندهار سره هم شريکه کړی ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.