ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرديز ښار يو غريبکار ځوان ښوونیز نصاب ته کتابونه لیکلي

د ګرديز ښار يو غريبکار ځوان ښوونیز نصاب ته کتابونه لیکلي

author avatar
24 Nov 2018 - 15:51
د ګرديز ښار يو غريبکار ځوان ښوونیز نصاب ته کتابونه لیکلي
author avatar
24 Nov 2018 - 15:51

ګردېز (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د پکتيا يوه ځوان د ښوونځيو ښوونیز نصاب لپاره د فزيکي روغتيا او سپورټ کتابونه ليکلي، خو د چاپ او خپرولو لپاره يې پيسې نه لري.

د پکتيا ولایت يو اوسېدونکی عبدالعزيز پکتين وايي چې د ښوونځيو د نهم، لسم، يوولسم او دوولسم  ټولګيو د ښوونیز نصاب لپاره يې د فزيکي روغتيا، فزيکي روزنې او سپورټ د برخو معياري مطالب او موضوعات په کتابي بڼه چمتو کړي دي.

نوموړی چې څه موده وړاندې له پاکستانه راستون شوی او پر پښتو، دري او انګليسي سربېره په څو نورو ژبو هم پوهېږي، وايي چې د افغانستان په ښوونځيو کې د يادو برخو لويې تشې ځورولی او د دې نيمګړتيا پوره کولو لپاره يې مټې بډ وهلې دي.

پکتين له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د زده کوونکو لپاره د انساني فزيکي صحت لومړني مسايل، ځيني اړين ټولنيز موضوعات او د سپورټ مشهورې نړيوالې لوبې او بنسټونه يې د پاکستان د بېلابېلو تعليمي نصابونو او انټرنېټ را اخيستي او د ابډېټ کره کولو لپاره يې له اړوندو نړيوالو بنسټونو سره کتلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د کتاب ليکلو په وخت کې له ډېرو کتابونو څخه استفاده کوم، د هغو ادارو له کتابونو څخه چې نړيوال اعتبار، مؤثق معلومات او اکاډميکه تجربه ولري. بيا يې د خپلو ليکلو موادو د موثق کولو لپاره د زده کړو د نړيوالو موسـساتو او انسټيټيونو سره شريکوم او له هغوی څخه له تصديق اخيستو وروسته يې په کتاب کې ليکم.))

عبدالعزيز په ګردېز ښار کې په يوه لاسي کراچۍ کې جرابې پلوري او وايي چې ځينو خصوصي مطبعو يې د ليکلو موادو په کتلو ورته د چاپ په بدل کې د لسګونه زره افغانيو وړانديز کړی، خو نوموړی غواړي چې د کړې خوارۍ ګټه يې ټولو افغان زده کوونکو ته ورسېږي.

نوموړی له پوهنې وزارت او اړوند ملي او نړيوالو مرستندويه مؤسـسو غواړي چې دا کتابونه معياري چاپ او په دولتي تعليمي نصاب کې شامل کړي.

دی وايي: ((ما چې دا کتابونه وليکل، بيا مې دوو مطبعو والا ته د کتلو لپاره ور وړل، نو هغوی ما ته وويل چې دا موږ له تا څخه په لوړه بيه اخلو، خو ما ورته وويل چې دغه کار ما د شخصي ګټې لپاره کړی نه دی، زه غواړم چې د دې فايده د افغانستان ټول ملت ته ورسېږي چې موږ د ښوونځي له سطحې خپل شاګردان ښه وروزو، څو په لوړه سطحه د افغانستان ښه نماينده وکړی شي او د هېواد لپاره د عزت او اکرام باعث وګرځي. زه غواړم چې معارف وزارت دا ابتکار په لاس کې واخلي او دا کتابونه چاپ کړي.))

عبدالعزيز زياتوي چې د دغو کتابونو د ليکلو پر مهال ور سره د پاکستان د سپورت او روغتیا ځينو متخصصينو د مرستې ډاډ ورکړی و، خو کله يې چې د کار په نيمايي کې خبر شول دغه کتابونه د افغانستان د ښوونځيو لپاره ليکي، نو ورسره له هر ډول مرستې يې لاس واخيست.

هغه د انګليسي او کمپيوټر په برخو کې لوړې زده کړې کړې او وايي، که چېرې يې اړوندې ادارې په دې برخه کې لاسنيوی وکړي، غواړي په راتلونکي کې د کمپيوټر او عصري زده کړو په برخه کې هم زيات کار وکړي.

نوموړي زياته کړه ، خپل کتابونه يې د مطالبو اندازې او د زده کوونکو د اخذ کچې ته په کتو په نړيوال معيار برابر کړي دي.

عبدالعزيز وايي: ((ما د روغتيا او فزيکل اېجوکېشن او ای، ټي په برخه کې زده کړې کړې، زما اوسنی کار د ښوونځيو په سطحه دی، خو په را روان وخت کې غواړم چې له ای، ټي او د کمپيوټر سره اړوند کتابونه او مسايل د پوهنتون او لوړو زده کړو د محصلينو لپاره برابر کړم، څو موږ خپل محصلين له سيالانو سره سيال کړو.))

د پوهنې وزارت پر اوسني ښوونیز نصاب ګڼې نيوکې شته چې له ډلې يې آن لومړنيو ټولګيو ته د خورا سختو مسايلو راوړل او په ټولګيو کې د مضمونونو زيات شمېر يې لويې هغه دي، چې ولسمشر غني هم د ماشومانو د زده کړې په برخه کې لوی خنډ بللی دی.

د پوهنې وزارت وياند د نشراتو رييس کبير حقمل د دغه ځوان د هڅو ستاينه وکړه، چې د هېواد د بچيانو لپاره يې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړې دي.

هغه پژواک ته وويل، دا ډول کتابونه د دوى له خوا ارزول کېږي، که چېر ې په تعليمي نصاب کې يې له مفرداتو او معلوماتو څخه استفاده کېده، نو حتماً يې کوي.

خو حقمل وايي چې اوسمهال هم د تعليمي نصاب مضامين زيات دي، دوى نه شي کولى چې دا ډول کتابونه د ځانګړي مضمون په توګه په نصاب کې شامل کړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.