ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۱ قضیې ثبت شوې دي

هلمند کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۱ قضیې ثبت شوې دي

author avatar
24 Nov 2018 - 16:10
هلمند کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۱ قضیې ثبت شوې دي
author avatar
24 Nov 2018 - 16:10

لښکرګاه (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د هلمند د ښځو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د کم عمره نجونو ودولو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧١ قضيې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې د هلمند د ښځو چارې رييسې قمر نيازۍ نن د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړې.

دې وويل چې په دغه کمپاين کې ټولې ادارې برخه اخلي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه شي.

نيازۍ وايي که څه هم ښځو په ډېرو ملي مسايلو کې له حکومت سره مرسته کړې خو بيا هم په ډېرو سيمو کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، په هلمند کې تر اوسه ٧١ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې چې د کم عمره نجونو ودول، وهل ټکول، له کوره تېښه او د تاوتريخوالي نور ډولونه په کې شامل دي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د استيناف څارنوال عيسى خان ابراهيم خېل وويل چې تر اوسه د ښځو د تاوتريخوالي ٣١ قضيې دوى ته راجع شوې دي.

هغه وايي چې له دې قضيو څخه ځينې څېړل شوې او ځينې نور يې تر کار لاندې دي.

همدارنګه يوه ديني عالم مولوي داد محمد وويل، يواځېنى دين اسلام دى چې ښځو ته يې پوره حقوق ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ((خو متاسفانه اوس هم دلته د ښځو او نرو ترمنځ په ډيرو مسايلو کې توپير کيږي، نور خو څه چې ان په  ډيرو ځايونو کې ميراث هم نه ورکول کېږي.))

د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې ناوړه دودونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه کړې ده.

د هغه په وينا، د هلمند ټولې ادارې مکلفې دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې د ښځو چارو له رياست سره همکاري وکړي.

د يادونې ده، په تېرو ١٧ کلونو کې ميليونونه ډالر د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ولګول شول خو لا هم په لرو پرتو سيمو کې ډېرى ښځې هره ورځ له تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.