ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

author avatar
25 Nov 2018 - 13:32
د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي
author avatar
25 Nov 2018 - 13:32

لښکرګاه (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٧): د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي لعل جان د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امريکايي ځواکونو د لوى مانده په سيمه کې د دوى دوستانو پر کور بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يو سړى وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه نور په کې ټپيان شوي دي.

خو د باقي خان په نوم يوه بل کس بيا پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې عمليات روان وو، طالبان راغلل او له دغه کور څخه يې د ملي اردو پر سرتېرو ډزې وکړې چې وروسته بيا الوتکې راغلې او دغه کور يې بمبار کړ.))

دغه راز هلمند کې د ايمرجنسي روغتون يو کارکوونکي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه جسدونه او ١٤ ټپيان انتقال شوي دي.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وويل چې په ياده پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي: ((طالبان په دې کور کې پټ شوي وو، له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې، نو ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.))

نوموړى زياتوي چې د يادې پېښې څېړنه پيل شوې چې پايلې به يې وروسته له خلکو او رسنيو سره شريکې شي.

د ځواک د معلوماتو له مخې، د ملي اردو ځواکونو په دې سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.