کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٧٩): د سېلاب قول اردو وايي چې د داعش خراسان ډلې د وياند په ګډون يې ګڼ شمېر داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژ وبله اړولې ده.
په ختيځ کې د٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو دولتي ځواکونو له خوا د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د عمياتو پر مهال د داعش خراسان ډلې وياند شرافت شفق وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې شفق د داعش ډلې يو پېژندل شوی تبليغاتي مسوول و او د دې ډلې د ايډيالوژۍ په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د يادې په جلب او جذب کې مهم رول لوبولو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال دوه نور داعش وسله وال هم وژل شوي دي.
د دې قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ طالب وسله وال وژلي او درې يې ټپيان کړي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد پر مهال دوه تنه طالبان سخت ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي چې دغه راز د يادې ولسوالۍ د کسين په سيمه کې د طالبانو د امر بالمعروف امر په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د وسله والو مخالفينو له خوا په مومنددرې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو جومات شهيد او ملا امام يې ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن