ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلاب قول اردو: د داعش خراسان ډلې وياند وژل شوى

سېلاب قول اردو: د داعش خراسان ډلې وياند وژل شوى

author avatar
25 Nov 2018 - 13:25
سېلاب قول اردو: د داعش خراسان ډلې وياند وژل شوى
author avatar
25 Nov 2018 - 13:25

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ  ٧٩): د سېلاب قول اردو وايي چې د داعش خراسان ډلې د وياند په ګډون يې ګڼ شمېر داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژ وبله اړولې ده.

په ختيځ کې د٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو دولتي ځواکونو له خوا د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې  د عمياتو پر مهال د داعش خراسان ډلې وياند شرافت شفق وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې شفق د داعش ډلې يو پېژندل شوی تبليغاتي مسوول و  او د دې ډلې د  ايډيالوژۍ په خپرولو سره په ټول افغانستان کې  د يادې په جلب او جذب کې مهم رول لوبولو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال دوه نور داعش وسله وال هم وژل شوي دي.

د دې قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال  شپږ طالب وسله وال وژلي  او درې يې ټپيان کړي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد پر مهال  دوه تنه طالبان سخت ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي چې دغه راز د يادې ولسوالۍ د کسين په سيمه کې د طالبانو د امر بالمعروف امر په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د وسله والو مخالفينو له خوا په مومنددرې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو جومات شهيد او ملا امام يې ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.