ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې طرحه تایید کړه

مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې طرحه تایید کړه

author avatar
25 Nov 2018 - 17:38
مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې طرحه تایید کړه
author avatar
25 Nov 2018 - 17:38

کابل (پژواک،۴ لیندۍ ۹۷): مشرانو جرګې د ځینو وړاندیزونو په وړاندې کولو د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د بودیجې طرحه تایید کړه، او ټاکل شوې ده چې د مالیې وزارت له خوا به ولسي جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلېږي.

د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه چې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودیجه په کې شامله ده او د روان مالي کال د بودیجې په پرتله ۱۲ سلنه زیاته شوې د لړم په شلمه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه.

د ۱۳۹۷ مالي کال په بودیجه کې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ عادي او له ۹۰ میلیارده افغانيو ډېره یې انکشافي بودیجه شامله وه.

د مشرانو جرګې د بودیجې او اقتصاد کمېسیون رییس محمد عظیم قویاش چې د بودیجې د طرحې په اړه یې د جرګې غړو ته معلومات ورکول وویل، د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه د دولتي امکاناتو او ادارو د توانمندۍ پر اساس برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، په هغو پروژو کې چې د بودیجې سند ته داخل شوې ۵۸۱ انتقالي او ۳۳ نوې پروژې شاملې دي.

دی وایي، د ۱۳۹۸ کال د بودیجې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ له داخلي عوایدو او پاتې نوره له بهرنیو مرستو تمویلېږي.

نوموړي زیاته کړه، له ټولې ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجې، ۶۱ میلیارده اختیاري بودیجه او ۶۳ میلیارده افغانۍ نوره غیر اختیاري بودیجه ده چې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو له خوا به مصرف شي.

د ده په خبره، زیاته بودیجه امنیت، زیربنا، روغتیا او پوهنې سکتورونو ته ځانګړې شوې ده.

قویاش وویل، د دغې جرګې د کمېسیونونو وړاندیزونه اقتصادي کمېسیون ته رسېدلي او په لیکلې بڼه به مالیې وزارت ته وړاندې شي چې د بودیجې په مسوده کې شامل شي.

نوموړي د جرګې د غړو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل، دغه وړاندیزونه په ۵۵ مواردو کې برابر شوي او د بودیجې له مسودې سره یو ځای مالیې وزارت ته لېږل کېږي چې دغه وزارت یې د بودیجې په مسوده کې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د راتلونکي کال بودیجه کې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجه په کې شامله ده، د جرګې غړو ته د رایو لپاره وړاندې او د رایو په اکثریت تایید شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.