د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د کوچیانو حوزې د دوو نوماندانو رایې باطلې اعلان شوې

په کابل کې د کوچیانو حوزې د دوو نوماندانو رایې باطلې اعلان شوې

Nov 25, 2018 - 18:43

کابل (پژواک، ۴  لیندۍ ۹۷): په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د کوچیانو حوزې د ۱۴ مرکزونو رایې باطل اعلان کړې او له هغه سره په تړاو یې ملاتره خېل محمدي او شاه وزیر تره خېل عدلي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

شاه وزیر تره خېل د کوچیانو له حوزې څخه د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند او ملاتره خېل د ولسي جرګې غړی او د شاه وزیر خپلوان دی.

دغه راز یاد دفتر د کوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته د نوماند رسول خان کوچي رایې باطلې او نوموړی یې نغدي جریمه کړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو سیمه ییز دفتر تېره ورځ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د کوچیانو په حوزه کې د پراخو درغلیو په اړه شکایتونه ثبت شوي وو.

د دغه کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو په اساس، د کوچیانو حوزې د رایې ورکونې په ۱۴ مرکزونو کې د ۳۴ محلونو رایې باطلې اعلان شوې دي.

په هغو اسنادو کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي او په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر پرېکړه په کې ده، راغلي: ((د کوچیانو له حوزې څخه ولسي جرګې ته نوماند الحاج شاه وزیر تره خېل او د هغه خپلوان ملاتره خېل محمدي له وسله والو څخه د استفادې، ټاکنیزې سرغړونې، د څارونکو ممانعت، د کم عمره خلکو د رایو ورکونې د نه مخنیوي، د رایې ورکونې په ورځ د ګواښونو او سیالی له امله د عدلي تعقیب لپاره عدلي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.))

په دغه اسنادو کې راغلي، د ټاکنو د قانون له مخې رایې ورکونې په ۱۱ مرکزونو کې چې ۲۸ محلونه کېږي، د شاه وزیر د رایو پر باطلېدو سربېره، نوموړی د ۸۰ زره افغانۍ نغدي جریمې په ورکولو ملکف شوی دی.

دغه راز یو بل سند چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلى او د رسول خان کوچي په اړه د کمېسیون د سیمه ییز دفتر پرېکړه په کې موجوده ده، ښيي، د ټاکنیزو سرغړونو، د څارونکو د مخنیوي، ګواښونو، د څارونکو وهلو، ټکولو، په جعلي تذکرو او کم عمره کسانو د رایې ورکونې له امله د رایې ورکونې د درېیو مرکزونو د شپږو محلونو د رایو پر باطلېدو سربېره رسول خان کوچی په ۴۰ زره افغانۍ نغدي جریمه مکلف شوی دی.

په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز دفتر د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ د درېمې نېټې د پرېکړې له مخې په درېیو مرکزونو کې د رسول خان کوچي رایې د ټاکنو د قانون د «۹۸» مې مادې د دویمې فقرې د درېیمې برخې په اساس باطلې دي. که د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې پر مهال د نوموړي په اړه جدي سرغړونې روښانه شوې، د قانون له مخې به یې په اړه پرېکړه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا دې ته په اشاره چې د دغه کمېسیون د ولایتي کمېسیونونو سیمه ییز دفترونه قانوني او د تصمیم له پلوه خپلواک دي، وویل: ((پرېکړې یې قانوني، د تنفیذ وړ او د پلي کېدو لپاره لازمي دي، مګر دا چې په دغه پرېکړو په قانوني ډول اعتراض وشي او د عدالت غوښتنه وشي، په دې صورت کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون موضوع څېړي او ورته رسېدنه کوي او وروستۍ کېږي.))

نوموړي ټینګار وکړ، پر هغه څه چې پرېکړه شوې، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ولایتي کمېسیونونو صلاحیت او د تنفید وړ دي.

په همدې حال کې رسول خان کوچي پژواک خبری اژانس ته وویل: ((پر ما ظلم شوی، کمېسیون له موږ سره ناسم چلند او یو طرفه پرېکړه کړې ده.))

نوموړې د دې په روښانه کولو چې د ده رایې بایومتریک او پاکې دي، زیاته کړه، له خپلې یوې ـ یوې رایې دفاع کوي.

کوچي ګواښ وکړ چې که کمېسیون یې پرېکړه بدله نه کړي، مجبور به شي چې د خلکو په ملاتړ مدني حرکتونه وکړي او هغه وخت هر ډول مسوولیت د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون دی.

پژواک خبري اژانس له پرله پسې هڅو وروسته ونه توانېد چې په دې اړه د ملا تره خېل او شاه وزیر نظر واخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement