جلال اباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان او کاپيسا ولايتونو کې د هوايي بريدونو پر مهال ۸ طالب وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
د مسوولينو په وينا، کاپيسا ولايت کې دوه ماشومان چې د وسله والو يو پټنځای ته ورغلي وو، د بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د لېندۍ په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، بهرنيو ځواکونو تېره ورځ د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ اړوند په سلينګار سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو پټنځای د بې پيلوټه الوتکې له لارې هوایي بريد ترسره کړ.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د عبدالجبار په نوم د ځايي طالب قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي، وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
د سېلاب قول اردو دغه راز په کاپيسا ولايت کې هم د بهرنيو ځواکونو په بريد کې د درېيو وسله والو او دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د قول اردو مطبوعاتي مسوول زياتوي، بريد د تګاب ولسوالۍ اړوند په توت پاڼه او شاتورۍ سيمو کې د وسله والو طالبانو په يو قرارګاه شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولايت په سرکاڼو او د ننګرهار په سره رود ولسواليو کې ۹ کسان له وسله والو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د سېلاب قول اردو دویمې پلې لوا د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سيدخېلو سيمه کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۶ مشکوک کسان او د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ پوليسو د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې درې کسان له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن