ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست نوماندان: د ټاکنو کمېسيون د مشخصو نوماندانو په ګټه درغلۍ کړې دي

د خوست نوماندان: د ټاکنو کمېسيون د مشخصو نوماندانو په ګټه درغلۍ کړې دي

author avatar
26 Nov 2018 - 16:18
د خوست نوماندان: د ټاکنو کمېسيون د مشخصو نوماندانو په ګټه درغلۍ کړې دي
author avatar
26 Nov 2018 - 16:18

خوست ښار (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۷): خوست کې د ولسي جرګې د يو شمېر نوماندانو پلويان د ټاکنو په ولايتي دفتر تور پورې کوي چې د ټاکنو په ورځ يې د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه درغلۍ ته زمينه برابره کړې وه.

هغوی چې نن د (ليندۍ ۵مه) يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، تازه د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون غواړي چې د ۹۱ مرکزونو رايې د واټرلېست مطابق بيا وڅېړي، خو د ټاکنو ولايتي دفتر يې مخه ډب کوي.

دوی زياتوي، د ټاکنو ولايتي دفتر په دې سره غواړي چې د ولسي جرګې د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه د شوې درغلۍ اسناد رابرسېره نه شي او پټ پاتې شي.

د زيارمل حميدي په نوم د ولسي جرګې د يو نوماند استازي کنفرانس ته په خبرو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مرکزي دفتر څخه وغوښتل، تر هغه دې د ټاکنو پايلې نه اعلانوي څو چې پاکې او ناپاکې رايې سره نه وي جلا شوې.

هغه وايي: ((ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غواړي چې د خوست ۹۱ مرکزونو رايې د واټرلېست مطابق وګوري چې د ټاکنو ولايتي دفتر نه غواړي عدالت پلی شي، هغه څه چې د دوی په شعار کې دي چې ټاکنيز عدالت غواړو، خو دا عدالت نه دی، بلکې د يو چا په حق کې تېری دی.))

د محمد قابل نجي په نوم د يو بل نوماندان استازي کنفرانس ته وويل چې د ټولو هغو ۹۱ مرکزونو رايې بايد د واټرلېست مطابق بيا وشمېرل شي، چې د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون پرې د درغليو مستند اسناد لري.

نوموړي د ګواښ په ډول وويل، که د ټاکنو مرکزي کمېسيون له دې پرته ددې ولايت د ټاکنو پايلې اعلان کړي، دوی ته د منلو وړ نه دي او پر وړاندې به يې مدني حرکتونه او لاريونونه وکړي.

ده زياته کړه: ((ددغو ۹۱ مرکزونو رايې بايد وشمېرل شي او پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې شي. که دا پرېکړه پلې نه شي، نو بيا چې هر څه پېښ شول پړه به يې د ټاکنيزو کمېسيونونو په غاړه وي.))

د اشرف بهير په نوم د ولسي جرګې د يو بل نوماند استازي بيا ياد شوي کنفرانس ته وويل چې د ټاکنو په ورځ ددې ولايت په يوشمېر سيمو کې زرګونه وزيرستاني کډوالو په جعلي تذکرو د ځينو نوماندانو په ګټه رايه کارولې ده.

هغه وويل چې په دې کار د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولين هم خبر دي، خو تراوسه يې په دې اړه هيڅ اقدام نه دی کړى.

هغه زياتوي: ((موږ سره اسناد موجود دي چې په تڼيو ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې وزيرستاني کډوالو رايه کارولې او دا موږ ته په هيڅ ډول د قبول وړ نه ده او زموږ غوښتنه دا ده چې پاکې رايې او ناپاکې رايې سره بېلې شي.))

په همدې حال کې د ټاکنو ولايتي کمېسيون مشر شاه جهاد سرداري بيا پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال د نوماندانو د استازو يادې څرګندونې بې بنسټه وبللې او وايي چې د ناظرينو او د رسنيو د استازو په مخ کې دوی رايې شمېرلې دي او په دې هکله هيڅ ډول اسناد نه دي موجود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.