ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه په ګډون د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام پیل شو

د لښکرګاه په ګډون د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام پیل شو

author avatar
26 Nov 2018 - 14:42
د لښکرګاه په ګډون د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام پیل شو
author avatar
26 Nov 2018 - 14:42

لښکرګاه (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د هلمند د مرکز او درېيو ولسواليو په شاوخوا اووه سوه کليو کې د ١٩٧ ميليونه افغانيو په لګښت د ولسي تړون پروګرام پيل شو.

د هلمند واالي محمد ياسين خان د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ولسي تړون دغه پروګرام د لښکرګاه تر څنګ د ناوې، ګرمسېر او نادعلي ولسواليو په ٦٨٧ کليو کې پلی کېږي.

والي وويل چې د ولسي تړون د پروژو له پلې کېدو به د حکومت تر څنګ ملت هم څارنه کوي څو د فساد او غلا مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، په تېرو ١٧ کلونو کې يو شمېر کسانو د ملي پيوستون په پروګرام کې درغلي وکړه چې له امله يې د حکومت او ملت ترمنځ واټن پيدا شو.

ده زياته کړه: ((موږ ته د ملي پیوستون پروګرام کې ډېر کسان معلوم دي چې کار يې نه دى کړى خو ميليونونه افغانۍ فساد يې کړی چې ټول په نښه  شوي او ډېر ژر به د درنو جرمونو څارنوالۍ ته معرفي شي.))

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند  د کليو د پراختيا رييس محمد عمر قانع وويل چې د ولسي تړون پرواګرم تر ډېره ملي يووالي او کليوالي جوړښتونو لپاره ځانګړى شوى دى.

د نوموړي په وينا، دغه پروګرام به د لښکرګاه تر څنګ د درېيو ولسواليو په ٦٨٧ کليوالي سیمو کې پلى شي چې ١٩٧ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ده وويل چې د دغه پروګرام له مخې به د پوهنې، کرنې، روغتيا، برېښنا، څښاک اوبو او ځينو نورو برخو کې د سيمه ييزو شوراګانو له خوا په نښه شوې پروژې عملي شي.

همدارنګه د سوېلي زون په کچه د ولسي تړون پروګرام مشر منيراحمد وويل چې د هلمند مرکز او درې ولسوالۍ په امتحاني ډول نيول شوې که چېرې دغه برنامه بريالۍ وه، نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري وويل چې په دغه ولايت کې ٢٧٦ ښوونځي ودانۍ نه لري چې د ولسي تړون پروګرام له مخې به ٤١ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

د غونډې په پاى کې د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان وويل چې د ولسي تړون ټولې پروژې بايد په شفاف ډول ترسره شي.

هغه وايي: ((که پخواني مفسدين ونيول شي او زندان ته واچول شي نو په دغو پرژو کې به بيا هېڅوک فساد ونه کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.