ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسي جرګې د لومړي مرستيال وسله والو خوست کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې”

“د ولسي جرګې د لومړي مرستيال وسله والو خوست کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې”

author avatar
26 Nov 2018 - 17:50
“د ولسي جرګې د لومړي مرستيال وسله والو خوست کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې”
author avatar
26 Nov 2018 - 17:50

خوست ښار (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۷): د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال همايون همايون وسله والو په خوست ښار کې ډزې کړې دي چې له امله يې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد احمد بابازي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې او ۳۷ دقيقې د خوست ښار په ختيځه برخه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل چې په پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي، خو زياته يې کړه چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

د نيک محمد په نوم د برقي توکو يو تن هټيوال چې د پېښې په ځای کې موجود و، پژواک ته وويل دی په خپل دوکان کې و چې ناڅاپي يې د ډزو غږ واورېد، خو زياتوي کله چې له دوکان څخه راووت ويې ليدل څو تنو چې وسلې ورسره وې پر هغو خلکو يې ډزې کولې چې پردوی يې د کوتکونو او تېږو ګوزارونه کول.

هغه زياته کړه: ((تقريباً ۲۰ دقيقې به ډزې روانې وې، وروسته سيمې ته پوليس راغلل او ډزې ودرېدې، خو درې کسان مې وليدل چې پر ډزو لګېدلي وو او هلته پراته وو.))

د خوست د والي وياند طالب منګل بيا پژواک ته يواځې دومره وويل چې دا يوه حقوقي موضوع ده چې د يوې نومرې ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، هغو کسانو چې په مقابل لوري يې ‌ډزې کړې دي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او  له پلټنو وروسته به نور جزييات په ډاګه شي.

د حکيم په نوم یو کس چې په اصل کې د پکتيا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ددې ځمکې د ملکيت دعوه کوي، وايي چې له ده سره د ظاهر شاه د شاهي دورې او د اوسني حکومت اسناد دي او د ځمکې اصلي مالک دی.

هغه وايي، چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون د خپلو وسله والو کسانو پرمټ اوس پر دې نومره کار پيل کړی او مارکېټ پرې جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې د همايون کسانو څو وارې مخکې هم پرې ډزې کړې دي او د هغه په سپارښتنه د کورنۍ دوه غړي يې د خوست ملي امنيت رياست په زندان کې دي.

هغه زياتوي: ((هرې دولتي ادارې ته چې ورغلى يم چې خبر شوي دي له همايون سره يې لانجه ده عريضه يې نه ده راڅخه اخيستې، زه اوس په دا غريبه ورځ کې څرنګه خپله دعوه وچلوم. له چارواکو مې دا غوښتنه ده چې زما غږ دې واوري.))

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون بيا د ياد کس ادعا بې بنسټه بولي او وايي چې ياده ځمکه په ۱۳۶۲ لمريز کال کې د وخت حکومت د ده پلار ته ورکړې او اسناد يې هم په لاس کې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.