ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: غزني او لوګر کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: غزني او لوګر کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
26 Nov 2018 - 16:03
چارواکي: غزني او لوګر کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
26 Nov 2018 - 16:03

غزني- پل علم (پژاوک، ٥ لېندۍ ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې په غزني او لوګر ولايتونو کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لېندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دې جګړو کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نوري په وينا، په دغو جګړو کې امنيتي سرتېرو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د يادو جګړو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويترپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ امريکايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په رحیم خېلو، یاروکلا، خاني، دلیل او کوټه سنګي سیمو بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بمبار کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې د يو قوماندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په غوچي سيمه کې د طالبانو پر يو پټنځاى عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې د طالبانو د يو قوماندان سيراحمد حکيمي په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

همدارنګه د غوچي سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((بېګاه شپه زموږ په کلي جنګ شوى، طالبان په کې وژل شوي خو نور معلومات نه لرم.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بره کي برک د لوګر د مرکز پل علم ښار سوېل ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې د دغه ولايت له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.