ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري حقوق: شمال کې صحرايي محکمې د ښځو د ژوند لپاره لوی ګواښ دي

بشري حقوق: شمال کې صحرايي محکمې د ښځو د ژوند لپاره لوی ګواښ دي

author avatar
27 Nov 2018 - 15:15
بشري حقوق: شمال کې صحرايي محکمې د ښځو د ژوند لپاره لوی ګواښ دي
author avatar
27 Nov 2018 - 15:15

مزار شريف ( پژواک، ۶ ليندۍ ۹۷) : په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د شمالي ولايتونو په هغو سيمو کې چې دولت پرې حاکميت نه لري، صحرايي محکمې د ښځو د ژوند لپاره لوی ګواښ دي.

د ياد کمېسيون رييس سيد محمد سامع د ليندۍ په ۶مه، مزار شريف کې د يو شمېر ديني مدارسو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ورځې په وياړ جوړه شوې غونډه کې دا هم وويل، چې د قانون د تطبيق لپاره بايد دولتي حاکميت پراخ او امنيت ټينګ شي.

نوموړي زياته کړه چې د ۱۳۹۶  کال په لومړيو اتو مياشتو کې ياد کمېسيون سره د شمال زون په بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب  ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۵۰ پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د ۹۷ کال په لومړيو اتو مياشتو کې دغه شمېره ۳۹۰ ته رسېږي.

سامع زياتوي چې د تاوتريخوالي د پېښو ټيټېدل لامل نه دی چې خشونت کم شوی، بلکې د هغه په خبره د نا امنيو له امله ډېری سيمو ته د دوی لاسرسی محدود شوی دی.

نوموړي وويل: (( د تېر کال په پرتله ۶۰ پېښې کمې لرو، دا په دې مانا نه دی چې خشونت کم شوی، بلکې ډېری سيمې نا امنه شوي، چې هلته د بشري حقونو، د ښځو رياستونو، رسنيو او محاکمو لاسرسی محدود شوی، کومه سيمه کې چې امنيت خرابېږي ورسره تاوتريخوالی او ناقانونه کړنې هم زياتېږي.))

هغه زياته کړه، لا هم شمال زون کې مېرمنې له تاوتريخوالي سره مخ دي، چې صحرايي محکمې، د حقونو نه ورکړه، وهل ټکول، اجباري ودونه، د نفقې نه ورکړه، قتل او ځان وژنې يې مهمې بېلګې دي.

ده وويل، شمال کې بشري حقونو کمېسيون سره د تاوتريخوالي ډېری ثبت شوې پېښې وهل ټکول دي.

نوموړي که څه هم کره شمېرې وړاندې نه کړې؛ خو ويې ويل چې لا هم صحرايي محکمې د ښځو د ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دي.

هغه زياته کړه، په هغو سيمو کې چې نا امني وي د وسله والو مخالفينو، ناقانونه وسله والو او قومي جوړښتونو له امله صحرايي محکمې ترسره کېږي.

سامع زياتوي، چې بشري حقونو کمېسيون شمال کې د صحرايي محکمو او ناقانونه کړنو په ترسره کېدو اندېښمن دی او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د شته جګړو او نا امنيو مخه ونيسي.

ديني عالم او بلخ کې د خصوصي ښوونځيو رييس سيد ابراهيم مرتضوي پژواک ته وويل چې اسلام دين کې د خدای په  نزد هغه انسان لوړ مقام لري، چې ښه اخلاق او تقوا ولري  او دا مهمه نه ده چې نر وي که ښځه.

هغه زياتوي چې د مېرمنو پر وړاندې د بد بينۍ اصلي مشکل له هغو کورينو څخه پيلېږي، چې په کې نارينه اولاد ته د ښځينه اولاد په نظر په لوړه سترګه کتل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.