د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار استيناف محکمې ۹ کسان د انسان تښتونې په يوه قضیه کې په بند محکوم کړل

د ننګرهار استيناف محکمې ۹ کسان د انسان تښتونې په يوه قضیه کې په بند محکوم کړل

Nov 27, 2018 - 18:23

جلال اباد (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۷): د ننګرهار استيناف محکمې د انسان تښتونې په يوې قضيه کې ۵ تنه په شپاړلس - شپاړلس کاله او څلور تنه نور يې له هغوی سره د همکارۍ په جرم په پنځه پنځه کاله تنفيذي بند محکوم کړل.

استيناف محکمې يادو کسانو ته دغه سزا د ليندۍ په ۶مه د علني قضايي غونډې پرمهال واوروله.

په دغه علني غونډه کې د ننګرهار استيناف محکمې د کورني او بهرني امنيت استيناف دېوان قضايي پلاوي د مؤظف څارنوال د تورونو مدافع وکيلانو، زيانمونو شويو او عامو خلکو ګډون درلود.

دغه غونډه د ننګرهار استيناف محکمې او قضايي علنې غونډې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ ترسره شوه، چې پرمهال يې موظف څارنوال څارنيار جان سيد او تعقيبي څارنوال د تورنو پر وړاندې برابره شوې صورت دعوه ولوسته او د قضيې تورنو ته يې د قانوني سزا غوښتنه کوله.

دغه راز د تورونو مدافع وکيلانو د خپلو مؤکلينو دفاعيه کوله او د خپلو موکلينو پر وړاندې يې د يو شان عدالت تامين غوښتنه کوله.

د غونډې قضايي پلاوي زيانمنو شويو او تورونو ته هم وخت ورکړ چې هغوی هم د خپل ځان پر وړاندې د عدالت تامين غوښتنه وکړه.

د غونډې قضايي پلاوي د انسان تښتونې په قضيه کې پنځه تنه د جزا قانون پر بنسټ، د نيولو له نېټې څخه په ۱۶ ـ ۱۶ کاله تنفيذي بند محکوم کړل او دغه راز په همدې قضيه کې  ۴ تنه نور د همکارۍ په جرم د جزا قانون پر بنسټ، د نيولو له نېټې په ۵ ـ ۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړل.

دغه راز يو تن د انسان تښتونې په همدې قضيه کې د لازمو دلايلو د نه شتون له امله د جزا قانون پر بنسټ برائت  ترلاسه کړ.

د غونډې قضايي پلاوي د انسان تښتونې په همدې قضيه کې د پاتې جرمې شريکانو د عدلي تعقيب حکم وکړ.

قضايي پلاوي وويل، د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده، تورن کولای شي د تميز غوښتنه وکړي.

د يادونې ده چې د انسان تښتونې په دې قضيه کې ابتدايه محکمې ۴ تنه په شپاړلس شپاړلس کاله تنفيذي بند محکوم کړي و او پاتې نورو ته يې برائت ورکړى وو، چې په استينافي پړاو کې يواځې يو تن ته برائت ورکړل شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement