ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه خصوصي شرکت د ننګرهار کروندګرو سره د جوارو پېرلو قرارداد وکړ

يوه خصوصي شرکت د ننګرهار کروندګرو سره د جوارو پېرلو قرارداد وکړ

author avatar
27 Nov 2018 - 16:32
يوه خصوصي شرکت د ننګرهار کروندګرو سره د جوارو پېرلو قرارداد وکړ
author avatar
27 Nov 2018 - 16:32

جلال اباد (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۷): ننګرهار کې يو خصوصي شرکت د دغه ولايت کروندګرو سره قرارداد لاسليک کړ، چې له مخې به يې د دوی د جوارو ټول حاصلات په مناسب نرخ ترې اخلي.

د دغه قرارداد له مخې شرکت مکلف دی، کروندګر چې هر څومره جوار وکري، له هغوی څخه يې په مناسبه بيه تر لاسه کړي.

دغه تړون د لېندۍ په ۶مه د لسو ولسواليو له کروندګرو سره وشو او ټاکل شوې، دغه شرکت ترې د چرګانو د خوراک دانه توليد کړي.

دا قرارداد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دویم ملي لومړیتوب پروګرام په اډانه کې لاسلیکېږي، چې موخه یې د غذايي خوندیتوب رامنځته کېدل او د کروندګرو حاصلاتو کې زياتوالى راوستل دي.

دویم ملي لومړیتوب پروګرام د کرنې د نړیوال صندوق په مالي مرسته د کرنې وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې پلی کېږي.

د ياد پروګرام له مخې، د ننګرهار کرنې ریاست د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د جوارو ۲۵۰ نمایشي قطعې جوړې کړي، چې د جوارو تېر فصل کې یې ۲۴۵ میټریک ټنه غله تولید کړې وه.

ننګرهار کې د کرنې وزارت د دویم ملي لومړیتوب پروګرام ولايتي مسوول نوراغا نوښت رسنیو ته وویل، دغه پروګرام په عمومي ډول د اوبو لګولو، ترویجي خدماتو وړاندې کولو، مالدارۍ او خصوصي سکتور د ودې او تقويې لپاره رامنځته شوی، چې بنسټیزه موخه یې د غذايي خوندیتوب رامنځته کول او په عین وخت کې د کروندګرو عوایدو کې زياتوالى راوستل دي.

دی وايي، د ننني تړون لاسلیکولو موخه هم د کروندګرو حاصلاتو ته ښه بازار موندنه ده.

کروندګر وايي، د دویم ملي لومړیتوب پروګرام په اډانه کې پر کتارونو د جوارو او نورو کرنیزو توکو کرلو سره یې حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او اوس خوښ په دې دي، چې د جوارو د حاصل لپاره ښه بازار مومي.

د دوی له ډلې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي نبي جان وويل، پخوا به یې زيات جوار په ټیټه بیه پلورل؛ خو دا تړون به وکولی شي، چې هم يې حاصلات خرڅ شي او هم ترې په ښه نرخ واخېستل شي.

دغه راز د ثواب ګل په نوم د ښيوې ولسوالۍ يو کروندګر وويل: (( دا چې موږ په خپلو ځمکو کې موږ جوار او غنم کرو، قیمت به یې ډېر کم و. موږ له دغې ورور نه چې میل یې جوړ کړی او موږ نه جوار په مناسب قیمت اخلي، موږ ترې راضي یو.))

له کروندګرو د جوارو د پیر تړون ننګرهار کې د اخوت په نوم د چرګانو د غذايي موادو جوړولو یوه مرکز سره لاسلیک شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.