کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧): د ناټو غوڅ ملاتړ وايي، چې په افغانستان کې په چاودنه کې ٧ امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ناټو غوڅ ملاتړ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن غزني ښار ته نږدې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې امريکايي پوځيان وژل شوي، درې نور پوځيان او يو قراردادي ټپيان شوي دي.
سرچينه کاږي، څلور واړه ټپيان اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
سرچينه زياتوي، د دې کسانو نومونه او بشپړ هويت به تر ٢٤ وروسته په ډاګه شي.
د آى کژوليټي د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٨ زېږديز کال له پيله تراوسه پورې په افغانستان کې ١٥ بهرني پوځيان وژل شوي چې لس يې امريکايان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن