ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د څلور پروژو کارونه پيل شول

پکتيا کې د څلور پروژو کارونه پيل شول

author avatar
27 Nov 2018 - 16:25
پکتيا کې د څلور پروژو کارونه پيل شول
author avatar
27 Nov 2018 - 16:25

ګردېز (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : دپکتيا ولايت په مرکز ګردېز، وزې ځدراڼ، ميرزکې او څمکنيو ولسواليو کې د کابو ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک هوارولو، د اوبو شبکې او استنادي دېوالونو جوړولو چارې پيل شوې.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پروژه د ګردېز اړوند د رباط سيمې ۱۱ کيلو متره سړک هوارول او جغل اچول دي، چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په ۴.۱ ميليون افغانيو لګښت به پلې شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي ددې پروژې د پرانيستلو پر مهال پژواک اژانس ته  وويل چې د رباط اوسېدونکو تل له دولت او امنيتي ځواکونو څخه کلک ملاتړ کړی او د خپلو سيمو په دفاع او ساتنه کې يې زياتې قربانۍ ورکړې دي او پر همدې به دې سيمې ته زياته توجه وکړي.

کټوازی وايي:((د رباط اوسېدونکو زياته قرباني ورکړې ده، په لومړي قدم کې يې ورته سړک هوار او جغل اندازي کيږي او انشاالله کوشـش کوو چې په دويم قدم کې دا سړک پوخ شي.))

د رباط لوی کلي ملک صادق رباطي وويل چې د دې سړک په اوږدو کې زيات خلک مېشت دي او د سيمې د خلکو له څو کلنو هڅو وروسته د سړک د هوارولو او جغل اندازي پروژه منظوره شوې ده.

هغه وايي چې د سړک زياته برخه کار په هموار کاري کې تر سره او په اساسي ډول رغېدو ته چمتو کيږي او له مسوولينو غواړي چې تر دې وروسته دې يې ژر د پخولو چارې هم پيل کړي.

نوموړي زياته کړه :((له دولت څخه ډېره مننه کوو چې بالاخره يې زموږ دا غوښتنه ومنله، خو دا کافي نه ده، په دې پروژه کې سړک ډېر جوړيږي او نور ډېر لګښت نه غواړي، ولايت او وزارت نه مو غوښتنه دا ده چې دا سړک له همدې موقع نه په استفادې راته پوخ کړي.))

ولايت مقام وايي، په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې په ۳.۵ ميليونه افغانۍ د څښلو اوبو د يوې شبکې قرارداد د اړوند رياست او شرکت تر منځ لاسليک شو، چې د مسوولينو په خبره، سلګونه کورنيو ته به پاکې اوبه ورسوي.

د سرچينې په وينا، همدارنګه په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸.۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۸۴۵ متره او په ميرزکه ولسوالۍ کې د ۴.۶ ميليونه افغانۍ په لګښت د ۲۲۲ متره استنادي دېوال قراردادونه هم تر سره شول، چې ژر به يې کارونه پيل شي.

د پکتيا د کليو پراختيا او بيارغونې رييس فضل هادي عاصم وايي چې د يادو استنادي دېوالو په جوړېدو به د يادو سيمو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له سېلابونو خوندي شي.

عاصم وويل:((د رباط سيمې د سړک په جوړېدو کې ۱۰٪ مالي برخه د محلي شورا ده. له دې پروژو د سيمو خلکو ته د روزګار زمينه برابريږي، همدارنګه د اوبو د شبکې له جوړېدو سره به د وزې ځدراڼ ولسوالي د نصيرخېلو کلي د خلکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه حل شي.))

د ښار د داخلي سړکونو په ګډون د ګردېز ځينې نورې مهمې لويې او نښلوونکې لارې لا هم خامې او په خراب حالت کې دي، چې د ژمي په موسم کې خلکو ته زياتې ستونزې پېښوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.