ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په اروزګان کې تر ٢٠ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: په اروزګان کې تر ٢٠ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Nov 2018 - 11:20
چارواکي: په اروزګان کې تر ٢٠ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Nov 2018 - 11:20

ترينکوټ (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : امنيتي چارواکي وايي چې داروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې تر ٢٠ زياتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ډګرمن محمد صادق عيسى د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړه، دغه راز د عملياتو پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک هم مرسته کړې وه.

عيسى وايي، په دغو عملياتو کې تر ١٢ پورې وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان دي.

ده وويل، چې دغه راز د وسله والو مخالفينو يو ٨٢ ملي متري توپ او نورې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

په اروزګان کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال عبدالولي پژواک ته وويل  چې په دهراوود کې ځانګړو کومانډو ځواکونو له بهرنيانو سره په ګډه عمليات کړي او تر اوسه يې له دوى سره جزييات نه دي شريک کړي.

خو د هراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد پژواک ته وويل چې وړمه شپه ددې ولسوالۍ په مياندو سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي او د دوو قوماندانانو په ګډون يې ٢٩ وسله وال طالبان وژلي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي قوماندانان  ملا جانان او عابد نومېدل.

وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې چې په دغو عملياتو کې تر ٢٠ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د دهراوود امنيه قوماندان او د قول اردو وياند په دغو عملياتو کې د ملکي تلفاتو ادعاوې رد کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.