جلال اباد (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري ۱۰۰ ميله بېلابېل ډوله درنې او سپکې وسلې په ختيځ کې د ډاياګ يا ملکي بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوې.
چارواکي وايي، دغه وسلې په تېرو درېيو مياشتو کې له وسله والو ترلاسه شوې او ټاکل شوې په کابل کې د دفاع وزارت د وسلو د ترميم کارخانې ته وسپارل شي.
وسلې د لېندۍ په ۷مه د ملي امنيت ادارې په انګړ کې د ډاياګ پروګرام مسوول ته ورکړل شوې چې په تړاو يې چارواکو له رسنيو سره معلومات هم شريک کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د دغو وسلو سپارلو په تړاو وويل، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د طالبانو او داعش له وسله والو ترلاسه شوې سل میله وسلې په رسمي ډول د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.
نوموړي زیاته کړه، په دې وسلو کې یوه دهشکه، یوه پیکا، ۷۲ کلاشینکوف، تومانچې او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي چې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې ترلاسه شوې دي.
په ختیځ کې د بې وسلې کولو یا ډایاک پروګرام مشر ډګروال غلام حسین صاحبزاده وويل، دا وسلې د ملي دفاع وزارت د وسلو د ترميم کارخانې ته لېږدول کېږي او بيا ترې سيمه ييز پوليس او اردو او ولسي پاڅون کوونکي د خپلو سيمو د ساتلو لپاره استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړه، سږ کال له لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه ۷۲۰ میله وسله را ټوله او د ملي دفاع وزارت ته لېږدل شوې دي.
تر دې وړاندې ننګرهار امنیې قوماندانۍ او څلورمې پلې لوا له لوري هم ګڼ شمېر درنه او سپکه وسله د بې وسلې کولو پروګرام ته سپارل شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن