کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۷): یو شمېر معترض کوچي نوماندان په خپله ټاکنیزه حوزه کې کمزوری مديریت د پراخو درغلیو لامل بولي او ګواښ کوي چې که پاکې او نا پاکې رایې بېلې نه شي، د ټاکنو پایلې به ونه مني.
د ولسي جرګې لپاره د کوچیانو شاوخوا ۳۰ نوماندانو نن په کابل کې د اعتراضیه غونډې پر مهال د کابل، کندهار، کاپیسا، لوګر او بغلان ولایتونو د رایو د جلاکېدو غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې ته د کوچیانو حوزې نوماندان سید حلیم حریق غونډې ته وویل، د کوچیانو په ټوله حوزه کې درغلي شوې خو په یادو پنځو ولایتونو کې زیاته وه.
ده وویل: ((د پایلو هغه پاڼې چې زموږ څارونکو ته ورکړل شوې دي، د نوماندانو به ګټه د رايو له پایلو سره ډېر توپیر لري او ټولې رایې د هغو څو کسانو په ګټه چې په حکومت کې پېژندګلوي لري، صندقونو ته اچول شوې دي.))
دی وايي، که پاکې رایې له ناپاکو جلا نه شي، د ټاکنو پایلې نه مني او زیاته یې کړه، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په تقلبي رایو ولسي جرګې ته لار ومومي.
د ولسي جرګې ته د کوچیانو له حوزې بل نوماند عنایت الله صحرايي وویل، د کوچیانو په حوزه کې دوه زره محلونه موجود وو او ټولو محلونو ته د څارونکو لېږد ناشونی وو، له همدې امله د یو شمېر ولایتونو په محلونو کې پراخې درغلی شوې دي.
ولسي جرګې ته د کوچیانو بل نوماند د دې په څرګندولو چې په ځینو مرکزونو کې د شپې تر درېیو بجو د نوماندانو په ګټه د رایې اچونې لپاره بایومټریک ماشینونه کارول شوي وویل: ((موږ هغه بایومټریک رایې منو چې د سهار له ۸ د ماښام تر ۶ بجو کارول شوې دي، هغه رایې چې له یاد وخت وروسته کارول شوې، د منلو وړ نه دي او باید باطلې اعلان شي.))
احمدزي دې ته په اشاره چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په دوبندي، مغل خېل او سفید سنګ کلیو کې د نا امنۍ له امله هېڅ ټاکنې نه دي شوې او د لوګر ولایت د نوماندانو په اعتراض دغه سیمې د کمېسیون له خوا منحل شوې، خو اوس د کوچیانو رایې شمېرل کېږي چې دا د قانون خلاف دي.
پژواک خبري اژانس له ډېرو هڅو وروسته هم په دې اړه د کمېسیون د نظر پر اخیستو بریالی نه شو.
په ټول هېواد کې د پاکو او ناپاکو رایو له ګډېدو څخه د اندېښنو په دوام دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو، د رای شمېرنې د بهیر د ښه مديریت، ثبت شوو شکایاتو ته د رسېدو او په راتلونکو مرحلو کې د احتمالي بې نظمیو د مخنیوي، د ټاکنو قانون، لوایحو او کړنلارو ته په کتو پر اته ماده ییزه خبرپاڼه هوکړه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن