ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د فاریاب ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په واک کې ده

والي: د فاریاب ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په واک کې ده

author avatar
28 Nov 2018 - 16:47
والي: د فاریاب ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په واک کې ده
author avatar
28 Nov 2018 - 16:47

میمنه (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د فاریاب د ولایتي شورا او مدني ټولنې یو شمېر غړي په داسې حال کې پر امنیتي سکتور د ناغېړۍ تور پورې کوي چې د فاریاب والي ویلي، د دغه ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې ده.

دغه بنسټونه د فاریاب د امنیتي وضعیت له لا خرابېدو په اندېښنه امنیتي سکټور په ځانکړې ډول ملي دفاع وزارت پر «نه پاملرنې، قوم پالنې او سمت پالنې» تورنوي او ګواښ کوي چې د دغه وضعیت دوام به انساني ناورین رامنځته کړي.

په فاریاب کې د مدني ټولنې بنسټونو د شبکې رییس سید زین الدین عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوو ولسوالیو بشپړ واک له وسله والو مخالفینو سره دی او اته نورې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي، امنیتي ځواکونه یوازې په ولتي ودانیو کې حضور لري.

نوموړي زیاته کړه: ((له تېر یوه کال راهیسې د میمنې ـ جوزجان او میمنې ـ قیصار لویې لارې د طالبانو په واک کې دي او خلک په میمنه کې په تشویشي ډول داسې ژوند کوي چې بند ترې څو مرتبې امن ګڼل کېږي.))

نوموړي ادعا وکړه، په دغه ولایت کې د سیمو پرله پسې سقوط او د ولسوالیو کلابندي د سیاسي موخو لپاره ترسره کېږي، مرکزي دولت په قصدي ډول دغه ولایت له بحران سره مخ کړی، که چاڼيز عملیات ونشي، د جوزجان ـ میمنې لویه خلاصه نشي، خونړۍ ناورین به رامنځته شي.

د ښځو لپاره د ښځو دفتر رییسې رابعې دانشجو په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت پر لا خرابېدو د نیوکې تر څنګ وویل، طالبان پر لویو لارو حاکم دي او لس ولسوالۍ یې هم کلابندې کړې دي.

هغې زیاته کړه، مرکزي حکومت باید د قاریاب د امنیتي وضعیت ښه کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیک وايي: ((د ولسوالیو سقوط او میمنې ښار کلابندي د ارګ او ولسمشر د پلان له مخې ترسره کېږي، دوی د ولسمشریزو ټاکنو او د شمال د سترو رهبرانو لکه جنرال دوستم، عطامحمد نور او محقق د مرکزونو د کمزوري کولو لپاره شمالي ولایتونو په ځانکړې توګه فاریاب نا امنه کړی دی.))

هغه وویل، د امنیتي سکتور وزیران په ځانګړې توکه لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلی د فاریاب په تړاو بې تفاوته دي دوی زیاتره قومي او سمتي فکر کوي.

نوموړي ادعا وکړه، یادو مسوولانو په خپلو سیمو کې له ټولو شته نظامي امکاناتو ګټه اخلي او له څو میاشتو راهیسې د یفتلي په پلرني ټاټوبي بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې الوتکې او چورلکې اکمالات کوي.

د فاریاب د ولایتي شورا بل غړي فضل الحق محمدي وویل، د ولسوالیو د سقوط او ناامنیو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بېځایه شوې دي.

د ده په خبره، که مرکزي دولت د فاریاب امنیتي وضعیت ته پام ونه کړي ډېرې کورنۍ به کډوالې او ستونزې به زیاتې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.